کور / خبرونه / په علي وزیر سخت دردونکی تشدد شوی – KHABARIAL.COM

په علي وزیر سخت دردونکی تشدد شوی – KHABARIAL.COM

[ad_1]

خبریال وېبپاڼه/ ۱۳ جون ۲۰۱۹ – د پښتون ژغورنې غورځنګ د نیولو شویو مشرانو وکیل. شهاب خټک وایې پاکستاني ځواکونو په علي وزیر سخت تشدد کړی دی او پر ټول بدن یې له سر نیولې تر، پښو پورې د شکنجې چاپونه تر اوسه پورې ښکاري .

د علي وزیر وکیل د زندان څخه د راتګ وروسته ویلي چې په علي وزیر په مرکزي زندان کې دا تشدد نه دی شوی بلکې دا تشدد پرې د شمالي وزیرستا د خړ کمر په سیمه کې د نیول کېدو وروسته پاکستاني پوځیانو ډېر په بې رحمۍ سره کړی دی.

د علي وزیر او د محسن داوړ تر څنګ د پي ټي ایم پر غړو د مۍ پر ۲۶ مه نېټه د اختر او د روژې په شپو او ورځو کې پاکستاني پوځیانو برید وکړ چې په پایله کې علي وزیر په سیمه کې ونیول شو. دغه راز په دغې پېښه کې د محسن داوړ په ګډون ۴۵ تنه ټپیان او ۱۳ تنه نور غړي یې شهیدان شو.

د پاکستاني چارواکو پر وینا د پېښور په مرکزي زندان کې په محسن داوړ او علي وزیر هیڅ ډول ظلم، تېری نه دی شوی د دوی پر وینا د دواړه غړو دلته ښه خیال ساتل کېږي خو په خړ کمر سیمه کې پرې پاکستاني پوځیانو سخت تشدد کړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د قانوني چارو د کمېټې مشر شهاب خټک ویلي په مرکزي زندان کې یې تېره ورځ د پي ټي ایم دواړو مخکښو مشرانو علي وزیر او محسن داوړ سره په لیدنه کې په قانوني لارو چارو خبرې کړي.

شهاب خټک علي وزیر سره په لیدنه کې ویلي کله چې پوځ په لومړي ځل ونیوه په هغه وخت کې پاکستاني پوځیانو سخت دریځه تشدد پرې کړی چې له سخت دردونو سره یې مخ کړی دی.

خټک زیاتوي په زندان کې د محسن داوړ په لاسونو هم هغه زخم لیدلی کله چې پرې پاکستاني پوځیانو برید کړی و.

د دغې زندان چارواکي وایې د علي وزیر او محسن داوړ سره پرته له اجازت څوک نه شي لیدلی.

کله چې په خړ کمر سیمه کې علي وزیر پاکستاني پوځیانو ونیوه له هغې وروسته بل مخکښ غړي محسن داوړ څو ورځې مسلسل احتجاجونه وکړل او له دغو احتجاجونو وروسته محسن داوړ هم ځان پولیسو ته وسپاره او تر نن ورځې پورې دواړه په یو زندان کې پراته دي.

د علي وزیر او محسن داوړ د نیولو وروسته د پی ټي ایم مشرمنظور پښتین په ټوله نړۍ کې احجاجونه اعلان کړل چې تر نن ورځې پورې دوام لری.



[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *