کور / خبرونه / په کابل کې د طالبانو د وسلو او مهماتو زیرمه وموندل شوه

په کابل کې د طالبانو د وسلو او مهماتو زیرمه وموندل شوه

[ad_1]

(Last Updated On: June 13, 2019)

د ملي امنیت ریاست د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د طالبانو د مهماتو او وسلو د یوې زیرمې له موندلو خبر ورکوي.

د یاد ریاست د څرګندونو له مخې؛ په دې زیرمه کې ۵۲ د ار پي جي مرمۍ، ۱۶ د هاوان او ۸۲ ملي متري مرمۍ، پېنځه میله کلاشینکوفونه، د پیکا ۹ مرمۍ او یو شمېر نور پوځي تجهیزات د ملي امنیت عمومي ریاست ځواکونو کشف او پر کابل یې د یوه خونړي برید مخیوی کړی دی.

وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دغه ریاست د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وسلوالو مخالفانو د ځپلو او د وسلو او مهماتو له نیولو خبر ورکوي.

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *