Home / خبرونه / افغانستان / هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو فرصت برابر شوی

هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو فرصت برابر شوی

ولسمشر غني
وايي، هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو فرصت برابر شوی، او موږ د ګواښونو او او
ظرفیتونو په قوي درک سره له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه اخلو تر څو جګره پای ته
ورسو، خو دا اوس په طالبانو پورې اړه لري چې له رامنځته شوي فرصت څخه د جګړې پای
ته رسولو لپاره ښه ګټه اخلي او کنه.

ولسمشر غني د
سولې اړوند مشورتي ناستو په لړ کې تېره ورځ ( دوشنبه سلواغې ۲۸ ) د هېواد د قول اردو
ګانو له قومندانو سره په ناسته کې ویلي چې له افغانسان څخه د یو شمېر بهرني
ځواکونو وتل به د افغانستان پر وضعیت هېڅ ډول اغیز ونه کړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ
د جمهور رئیس له قوله ویلي چې له افغانستان څخه د شاوخوا څلو زره امریکايي سرتېرو کمول
به د افغانستان پر وضعیت هېڅ ډول اغیز ونه کړي.

کتنه کې
ولسمشر غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې ستایلي دي، او دوي د افغانستان د خاورې
او اساسي قانون ساتونکي یاد کړي دي.

ټاکل شوې همدې
نږدې ورځو کې د امریکا او طالبانو ترمڼځ د سولې هوکړه لاسلیک شي، او بین الافغاني خبرو
ته لار هوار شي.

افغان حکومت  تل پر اوربند او بین الافغاني خبرو ټینګار کړی،
خو داسې ښکاري چې افغان حکومت  اوس د طالبانو
له لوري د تاوتریخوالي پر کمېدو خوښ دی، او دا د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره
فرصت ګڼي.

طالبانو تېره
ورځ وویل چې له امریکا سره یې د سولې خبرې پای ته رسېدلي، او دا مهال د سولې د
هوکړې د لاسلیک لپاره د یو خوندي چاپریال په رامنځته کولو کار کوي.

امریکايي چارواکو بیا د مونیخ کلنۍ  غونډې په څنډه کې جمهور رئیس غني ته  ویلي چې له طالبانو سره په مشروط ډول هوکړه لاسلیک
کوي، او د طالبان هر څه چې وايي ودې  وايي،
خو واقعیت دا دی چې له طالبانو سره د سولې د تړون هېڅ بند هم پرته له شرطه نده.


Source link

خپرندوي خامه پرس

Leave a Reply