Home / خبرونه / افغانستان / زلمی خلیلزاد پاکستان ته تللی دی – ‌ويسا ورځپاڼه|روزنامهء ویسا

زلمی خلیلزاد پاکستان ته تللی دی – ‌ويسا ورځپاڼه|روزنامهء ویسا

که څه هم هغه د افغان کډوالو په اړه په اسلام اباد کې
جوړ شوي کنفرانس ته تللی خو ویل کېږي هغه به د افغان سولې په تړاو هم له پاکستاني
چارواکو سره خبرې وکړي

کابل – د افغان
سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته تللی.

که څه هم نوموړی د افغان کډوالو په اړه په اسلام اباد کې
جوړ شوي کنفرانس کې د ګډون په هدف دغه هیواد ته تللی، خو ویل کیږي هغه به د افغان
سولې په تړاو له پاکستاني چارواکو سره هم خبرې وکړي.

زلمي خلیلزاد له دې وړاندې په بروکسل کې د ناټو غړو
هیوادونو له استازو سره هم کتلي او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو یې
بحث کړی. زلمی خلیلزاد داسې مهال
پاکستان ته سفر کوي، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې توافقنامه
نهایي شوې ده.



دا وګورئ




بدون همکاری صادقانه پاکستان نمی‌توانیم به صلح دست پیدا کنیم، موضوع مهاجرین نباید به یک …




Source link

خپرندوي ويسا

Leave a Reply