کور / خبرونه / د افغانستان سرحدونو ته څېرمه ۵۰۰۰ داعشیان ځای پر ځای سوي – کندهار ورځپاڼه

د افغانستان سرحدونو ته څېرمه ۵۰۰۰ داعشیان ځای پر ځای سوي – کندهار ورځپاڼه

[ad_1]

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، روسیه له نورو هېوادونو په تېره بیا امریکا سره یو ځای د افغان مسلې په سوله ییز حل کې مرستې ته چمتو ده.

د ټاس خبري اژانس د خبر له مخې، نوموړي د میر په نامه له یوې روسۍ ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، په دوشنبې کې د اسیا په اړه د نړیوالې ناستې پایلو ته هیلې سته چې په خبره یې وبه کولی سي د سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ د اعتماد فضا رامنځته کړي.

هغه دغه راز په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه خپل هېواد ته ګواښ بللي او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان سرحدونو ته څېرمه د داعش ډلې شاوخوا پنځه زره جنګیالي ځای پر ځای سوي دي او د سیمې هېوادونه په تېره بیا د روسیې متحدین باید هوښیار اوسي.

نوموړي ویلي، د افغان سولې برخه کې د وروستیو پرمختګونو هرکلی کوي او هیله لري چې په دې برخه کې روانې هڅې به مثبتې پایلې ولري.

پوتین زیاته کړې واضحه ده چې دوی په قطعي شکل د شمالي کوریا او ایران د اټومي فعالیتونو په اړه هم اندېښمن دي.

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *