کور / خبرونه / يوې مور خپل ماشوم واژه، خو ګوډ سپي وژغوره – کندهار ورځپاڼه

يوې مور خپل ماشوم واژه، خو ګوډ سپي وژغوره – کندهار ورځپاڼه

[ad_1]

تایلنډ کي معلول سپي هغه نوی زېږېدلی ماشوم له مځکي راوايست او ويې ژغوره چي ځواني مور یې ژوندی ښخ کړی و.

د ځايي رسنیو د رپوټ له مخي، دا پېښه د تایلنډ شمال کي سوې او ۱۵ کلني مور دا نوی زېږېدلی د خپل مور پلار له وېري ژوندی ښخ کړی و. خو شېبه وروسته چي دا ځوانه مور د خپل بچي د ښخولو له ځای ځي، پینګ پنګ چي یوه پښه یې موټر د وهلو له امله فلج ده، د کوچني له سر سره پر له پسې غپېږي او مځکه خري.

وروسته چي د پینګ پنګ څښتن د هغه پر له پسې غپلو ته اندېښمنېږي نو پام یې سي چي د نوزېږ یوه پښه له خاورو را ايستل سوې ده. نوموړی د بان نانګ خام کلي د اوسېدونکو په مرسته دا نوزېږ له خاورو باسي او درملتون ته یې وړي. له معاینې وروسته ډاکټران پوهېږي چي ماشوم ژوندی او روغ دی.

وفادار سپی

د سپي څښتن یوسا نیسایخا ځايي رسنیو ته ویلي، د پینګ پنګ له پښې ماتېدو وروسته یې هم ځکه وساته چي دا سپي ډېر وفادار دی: “ډېر وفادار او ډېر منونکی دی. کرونده او د څارویو ټولولو کي راسره مرسته کوي، ټول کلی یې خوښوي، ډېر ښه سپی دی”.

د نوزېږ مور هم د ماشوم پرېښودلو او وژلو د هڅي په تور پولیسو نیولې ده او بنکاک پوسټ وايي، اوس مور پلار ته سپارل سوې او رواني درملنه یې کېږي. پولیس وايي، مور له خپل کړي کار پښېمانه ده او مور پلار یې هم ویلي چي د خپل لمسي ساتنه به کوي.

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *