Home / خبرونه / افغانستان / د پښتون ژغورنې غورځنګ:په وزيرستان، کورمې او اورکزيو کې د تروریستانو د روزنې مرکزونه بیا پرانیستل شوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ:په وزيرستان، کورمې او اورکزيو کې د تروریستانو د روزنې مرکزونه بیا پرانیستل شوي

سره له دې چې د پاکستان حکومت په تېرو کلونو کې هڅه کړې
د پښتنو په وېشلو سره خپل پلانونه عملي کړي، خو داځل اجازه نه ورکوو چې په خپل
پلان کې بریالی شي

له دې وړاندې ویسا ورځپاڼې او کابل نیوز تلویزیون ته یو شمېر
سرچینو هم تایید کړې وه چې، په یادو سیمو کې د ترهګرو د روزنې تازه مرکزونه پرانیستل
شوي

کابل – که څه هم د پاکستان حکومت وایي، په سیمه کې د
ترهګرۍ پرضد مبارزې په برخه کې جدي دي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وایي د پاکستان
حکومت یوځل بیا په وزیرستان، کورمه او اورکزیو کې د تروریستانو د روزنې مرکزونه
پرانیستي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو وړمه ورځ په دېره اسماعیل
خان کې د یوې احتجاجي ناستې پر مهال د پاکستان پر حکومت تور پورې کړی چې، دا مهال
په کورمه، اورکزیو او ګڼو نورو سیمو کې د ترهګرو د روزنې تازه مرکزونه پرانیستل
شوي دي.

له دې وړاندې کابل نیوز ته یوشمېر سرچینو هم تایید کړې
وه چې، په یادو سیمو کې د ترهګرو د روزنې تازه مرکزونه پرانیستل شوي.
د دې غورځنګ غړي وایي، سره له دې چې د پاکستان حکومت په تېرو کلونو کې هڅه کړې د
پښتنو په وېشلو سره خپل پلانونه عملي کړي، خو وایي داځل اجازه نه ورکوي چې په خپل
پلان کې بریالی شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر محس داوړ هم ټینګار کړی چې
نور به په افغان خاوره د پاکستان حکومت ته د تخریبي فعالیتونو اجازه ور نکړي. محسن
داوړ په ټینګار سره وویل چې پاکستان دې دا خیال نه کوي چې یو ځل بیا افغانستان ته
خپل طالبان ور ولېږي، ځکه د نوموړي په خبره دا ځل به د پښتون ژغورنې غورځنګ د
پاکستان د حکومت پر وړاندې د ډال په څېر ودرېږي او له افغانانو به دفاع وکړي. د
پاکستان حکومت د دې تازه ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.




Source link

خپرندوي ويسا

Leave a Reply