کور / خبرونه / ترکیې پر سعودي عربستان او بورکینافاسو ترهګریز بریدونه وغندل

ترکیې پر سعودي عربستان او بورکینافاسو ترهګریز بریدونه وغندل

[ad_1]

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره  ویلي دي چې  ترکیه  د ۲۰۱۹میلادي کال د جون په ۱۲ مه نيټه  د سعودي عربستان د آبها پر هوايي دګر ترسره شوی  د توغندي برید چې په پایله کې  ګن شمیر ملکي وګړي ټپیان شوي دي  په کلکو ټکو غندي.

ترکیه ددې پيښې ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوي.

همداشان  په یمن کې د روان کړکیچ  د سیاسي  حل لارې په خاطر د ملګروملتونو په مشرۍ  روانو هلو ځلو ته  ضرر رسوونکي  هر ډول  تحریک امیزه  ګامونه  او شدت  غندي.

د ویلو ده چې تیره ورځ  حوثي یاغیانو د یمن  د خاورې نه  د سعودي عربستان د عسیر د سیمې  د آبها پر هوايي ډګر د بالستیک توغندي برید وکړ چې په پایله کې ۲۶ تنه ټپیان شول.

همداشان  د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یو بل بیان په خپرولو سره  د بورکینافاسو په شمال کې  د اربیندا په ښار کې رامنځته شوی ترهګریز برید چې په پایله کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې هم  په کلکو ټکو غندلی دی.

په بیان کې راغلي دي چې ترکیه دا منفور  برید په کلکو ټکو غندي  او د ورور هیواد بورکینافاسو خلکو او حکومت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي. د پيښې قربانیانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت  او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوو.

د ویلو ده چې  تیرې دوشنبې پر شپه  وسله والو کسانو  د بورکینا فاسو د اربیندا  د ښار په شاوخوا کې  په خلکو ډزې کړې وې چې پدې پیښه کې ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۱۳ تنه نور ټپیان شول. همداشان برید کوونکو یو زیات شمیر کورونه هم  وسوځول.

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *