کور / خبرونه / ملي امنیت په کندهار کې ۴ پاکستاني طالبان نیولي – کندهار ورځپاڼه

ملي امنیت په کندهار کې ۴ پاکستاني طالبان نیولي – کندهار ورځپاڼه

[ad_1]

د کندهار چارواکي وايي، د ملي امنیت ځواکونو په تېرو لسو ورځو کې ۲۴ وسله‌وال طالبان نیولي، چې څلور تنه یې پاکستاني دي.

کندهار والي حیات الله حیات نن پنجشنبه د خبري کنفرانس پر مهال وویل، چې یاد وسله‌وال په کندهار ښار او د سپین‌بولدک ولسوالۍ په شمول ځینو ولسوالیو کې نیول سوي او غوښتل یې، په کندهار، هلمند، زابل او کونړ ولایتونو کې ترهګریز بریدونه وکړي.

والي زیاته کړه، پاکستاني طالبانو غوښتل چې د سپین بولدک له لارې د ترهګریزو فعالیتونو په موخه کونړ ته ځان ورسوي.

د حیات په خبره، ډېری نیول سوي طالبان هدفي بریدګر دي، چې په‌دې وروستیو کې يې د ښار ځینو برخو کې پر امنیتي ځواکونو هدفي بریدونه کول.

مسوولین وايي، نیول سویو طالبانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه رسنیو ته په‌دې اړه څه نه دي ویلي.

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *