کور / خبرونه / حلاله ډیسکو؛ سعودي حکومت په جده کې ډیسکو جوړوي – کندهار ورځپاڼه

حلاله ډیسکو؛ سعودي حکومت په جده کې ډیسکو جوړوي – کندهار ورځپاڼه

[ad_1]

په سعودي کې د دوبۍ وایټ په نامه کلپ هوډ لري، چې په جده ښار کې د حلالې ډیسکو په نوم د ځوانانو لپاره یوه ډیسکو جوړه کړي.

سعودي حکومت دا اقدام وروسته له هغه کوي چې د تفریح لپاره یې عمومي اداره جوړه کړې او دا هېواد په دې وروستیو کې د ګڼو ازادیو شاهد دی.

خو سعودیانو پر خواله رسنیو دې اعلان ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دا عمل په سعودي کې مکې مکرمې ته سپکاوی دی او باید مکې ته په نږدې ښار کې جوړه نه‌سي.

سعودیان زیاتوي، حکومت باید د دې او ورته نورو ګامونو په اخیستلو کې له پوره احتیاطه کار واخلي؛ خو حکومت بیا دا کار د ساعت تېرۍ د سکټور وده بولي.

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *