کور / خبرونه / د لاجورد لار؛ افغان بایسکل چلوونکي له هراته اروپا ته ورسېدل – کندهار ورځپاڼه

د لاجورد لار؛ افغان بایسکل چلوونکي له هراته اروپا ته ورسېدل – کندهار ورځپاڼه

[ad_1]

راپورونه لیکي، لس افغانان پر بایسکلونو د لاجورد په لار له هراته د ترکیې د استانبول اروپایي برخې ته ورسېدل.

د راپورنو له مخې، دغو افغانانو د ترکمنستان، اذربایجان او ګُرجستان له لارې ۴۱۱۸ کیلومتره لار ووهله او پرون د چهارشنبې په ورځ د ترکیې د استانبول اروپایي برخې ته ورسېدل.

په استانبول کې د دې بایسکل ځغلونکو تر رسېدو وروسته په‌دغه ښار کې د افغانستان جنرال کونسل زکریا بارکزي ترکي رسنیو ته د خبرو پر مهال د لاجورد لارې پر اهمیت ټینګار وکړ.

له افغانستانه اروپا ته د لاجوردو لار تر ټولو نږدې لار ده.

د دې لارې تړون د افغانستان حکومت له درې کلونو خبرو وروسته تېر کال د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌اباد کې د سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ د اوومې غونډې پر مهال لاسلیک کړ.

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *