کور / خبرونه / غني د شانګهای غړو ته د افغانستان پر سوله او اقتصاد خبرې کوي – کندهار ورځپاڼه

غني د شانګهای غړو ته د افغانستان پر سوله او اقتصاد خبرې کوي – کندهار ورځپاڼه

[ad_1]

ارګ وايي، ولسمشر به د شانګهای د همکاریو سازمان په ۱۸مه سرمشریزه کې پر افغان سوله او اقتصاد خبرې وکړي.

د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ویلي، نن ولسمشر د یوه پلاوي په مشرۍ د شانګهاي سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره قرغزستان ته ځي.

مرتضوي زیاتوي، ولسمشر به په‌دې غونډه کې د وینا ترڅنګ د یو شمېر هېوادو له مشرانو سره به چې په‌دې غونډه کې یې برخه اخېستې ده خبرې وکړي.

قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، هند، پاکستان، چین او روسیه د دې سازمان دایمي غړي هېوادونه دي او افغانستان، ایران، بېلاروس او منګولیا د دې سازمان څارونکي غړي دي.

دا دوه ورځنۍ غونډه نن پنچشنبه د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک پیلیږي.

د شانګهای سازمان تېره سرمشریزه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې وه.

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *