کور / خبرونه / طالبان د واکمنۍ سوچ کوي؛ خو دا تصور یې تېروتنه ده – کندهار ورځپاڼه

طالبان د واکمنۍ سوچ کوي؛ خو دا تصور یې تېروتنه ده – کندهار ورځپاڼه

[ad_1]

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، طالبان په هېواد کې یو ځل بیا د واک د ترلاسه کولو سوچ کوي، خو دا تصور یې تېروتنه ده.

نوموړي د مور ورځې په نمانځنغونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، طالبان د سولې اراده نه لري او په افغانستان کې د ولکۍ انتظار کوي، خو په خبره یې خلک او نړی‌واله ټولنه نه‌غواړي، افغانستان یو ځل بیا تیاره جهنم او تورو ورځو ته وګرځي.

عبدالله دغه راز زیاته کړې، طالبان فکر کوي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به یو ځل بیا واک ترلاسه کړي، چې دا تصور یې تېروتنه ده.

عبدالله عبدالله، سوله د ډیری افغانانو غوښتنه بللې، خو زیاتوي چې له حقوقو تیریدونکي نه دي.

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *