کور / خبرونه / چین د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو د کوربه‌توب ژمنه وکړه.

چین د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو د کوربه‌توب ژمنه وکړه.

[ad_1]

په کابل کې د چین سفیر لیو جین سانګ دا ژمنه د چهارشنبې په ورځ وروسته تردې وکړه چې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمنی ځانګړی استازی مارکوس پوتزل وویل چې زلمی خلیل‌زاد ترې د افغانانو د سولې په بهیر کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د افغانستان لپاره د چین سفیر ښاغلی سانګ پرون د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د ملی امنیت له سلاکار حمد الله محب سره د افغانانو د سولې په تړاو خبرې وکړې.

د ملی امنیت د شورا ویاند طارق ارین د دې لیدنې کتنې په اړه ازادی راډیو ته وویل: “د افغانستان د ملی امنیت سلاکار او د چین سفیر د دوه اړخېزو اړیکو پر پیاوړتیا، امنیت او د ترهګرو پرضد پر ګډې مبارزې خبرې وکړې د چین سفیر د خپل هېواد په استازیتوب ډاډ ورکړ چې دوې دې ته چمتو دی چې د افغانانو په مالکیت د سولې خبرو ته اسانتیاوې برابرې کړی او کوربانه یې شی.”

تردې مخکې پرون د چهارشنبې په ورځ له ارګ څخه په خپرې شوې اعلامیې کې د ولسمشر اشرف غنی په وینا راغلی و چې جرمنی به د سولې په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړی.

تردې مخکې جرمنی د بین‌الافغانی خبرو کوربه‌توب ته چمتوالی ښکاره کړی و.

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *