کور / خبرونه / تېر هېر؛ په کندهار کي هيڅ نه دي سوي – کندهار ورځپاڼه

تېر هېر؛ په کندهار کي هيڅ نه دي سوي – کندهار ورځپاڼه

[ad_1]

سږ کال د اورښتونو پر مهال په کندهار ښار او ځينو ولسواليو کي سېلابونه راغلل او خلکو ته يې ځاني او مالونه زيانونه واړول.

د اورښتونو د موسم تر تېرېدو وروسته تمه دا وه چي مسؤل چارواکي به د دغو زيانونو ټول عوامل څېړي او د لېري کولو له پاره به يې بنسټيز اقدامات کوي. خو د کندهار د چاپېريال ساتني ادارې رئيس وايي، په کندهار کي په دې تړاو چي په راتلونکي کي د احتمالي سېلابونو له امله خلکو ته زيانونه وا نه وړي، هيڅ هم نه دي سوي.

دا په داسي حال کي ده چي د کندهار ښاروالي او د دغه ولايت د پېښو په وړاندي د مبارزې اداره د ځينو اقداماتو د تر سره کولو ادعاء کوي.

د چاپېريال ساتني ادارې له دې تازه خبرداري داسي برېښي چي په راتلونکو کلونو کي که بيا هم په کندهار کي د اورښتونو له امله سېلابونه راځي، نو حتماً به زيانونه اړوي.

د کندهار د طبیعي پېښو په وړاندي د مبارزې ریاست وايي، په دغه ولایت کي د سېلابونو د راوتو او د زیانونو د اوښتو عمده لامل د اوبو د مسیر او د کانالیزاسیون نه شتون دی. خو تر اوسه رسنيو ته چارواکو داسي شواهد نه دي ښودلي چي وښيي په کندهار کي له غصب څخه د اوبو د مسير د خلاصولو او د کاناليزاسيون جوړولو له پاره لږ تر لږه د کاغذ پر مخ هم اقدامات سوي وي.
د کندهار د طبيعي پېښو په وړاندي د مبارزې رئیس مسعود احمد پښتون له اوربند سره د خبرو پر مهال وویل چي په کندهار ښار کي تر اوسه د اوبو مسیر معلوم نه دی؛ ځکه د اوبو په مسیر او مندونو کي خلکو کورونه جوړ کړي دي.
ده وویل: ((یو وخت له شکارپور دروازې څخه تر ډنډ چوک پوري سیمه ټوله خالي وه، اوبو معلوم مسیر درلود؛ خو اوس ټوله سیمه له ماسټر پلان پرته رهایشي نمرې سوي دي.))

پښتون د هيلي په څرګندولو وويل، ولسمشر دغه ولایت ته په خپل راتګ سره ژمنه وکړه چي د اوبو د کانالیزایسون د جوړولو له پاره به تخنیکي ټیم رالېږي.
نوموړي د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو بل علت د عامه پوهاوي نشتوالی بولي او په خبره یې، خلک اوس هم په دې نه دي پوهول سوي، چي چيري او څنګه ابادي وکړي.
پښتون وايي: ((د خلکو د نه پوهاوي له امله په وروستیو درو کلونو کي د لویي ویالې په شمول ډېری سیمو کي د بې ځایه سویو له خوا له ماسټر پلان پرته کورونه جوړ سوي، چي د اوښتو زیانونو مهم علت یې بللای سو، ځکه خلک په دې نه وو پوهول سوي، چي داسي غټ سېلاب به راځي او ستر زیانونه به اړوي.))
د ده په وینا، عامه پوهاوی د سېلابونو د مخنیوي په برخه کي ستر اقدام دی او تر ډېره به د زیانونو مخه نیول سوې وي.
مسعود احمد پښتون وایي، د کندهار اکثره بندونه ډک سوي او د ډېرو اوبو ګنجایش نه لري، همدا رنګه پاتاوونه هم ټول ډک سوي دي. ده وویل: ((مثلاً د دهلې بند ۴۰ یا ۵۰ سلنه ډک سوی، کله چي په باراني موسم کي پارچاو سي، د باران اوبه ورسره یو ځای کېږي او زیانونه اړوي.))
د نوموړي په وینا، ښاروالۍ وخت پر وخت پاتاوونه صفا کړي او په دې برخه کي یې خپل مسؤلیت ادا کړی، ځکه یوازي تېر ژمی یې څلور ځله پاتاوونه پاک کړل، خو په خبره یې د خلکو سستي او اصول نه مراعاتول پاتاوونه ډکوي. همدا رنګه کثافات بې ځایه اچوي، بې ځایه کورونه جوړوي. دی وايي، که خلک نور هيڅ نه کوي، د سېلابونو د راوتو پر مهال خو دي خپل کورونه تخلیه کړي، چي سر خو یې په امن کي وي.
پښتون وویل: ((په بولدک کي د مانده په نوم یو کلی دی، ټول کورونه یې په مانده کي جوړ کړي، دا ځل چي سېلاب راغی، ټول کورونه یې ورونړول او څو تنه یې هم شهیدان کړل، نو چي په مانده کي کورونه جوړوي، معلومداره خبره ده چي نړېږي به.))
له بلي خوا د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي مسؤل زمري څرګند اوربند ته وویل چي د اصولو او مقرراتو له مخي یې ټولي هغه سیمي تر پوښښ لاندي راوستلي چي د سېلابونو له خطر سره مخ دي، چي ښه بېلګه یې د نهمي ناحیې مربوط د میان کوه ساحه ده چي د چک ډېم بند به په اساسي ډول په کښي ورغول سي.
نوموړی په ښار کي د کانالیزایسون تشه مني او وايي: ((په ښار کي اوس هم د کانالیزایسون تشه محسوسېږي او تر اوسه نه دی جوړ سوی، ځکه دا د ښاروالۍ نه بلکي د اوبو رسوني ریاست دنده ده؛ خو ښاروالۍ د ښار په ځینو نورو برخو کي استنادي دیوالونه، چرۍ او کانالونه جوړ کړي دي، چي تر یو حده به د سېلابونو مخه نیسي.))
د ده په وینا، د ښاروالۍ له پاره د غصب موضوع لومړیتوب دی، ځکه خو یې له مندو او ویالو څخه هغه کورونه لېري کړي، چي د اوبو مخه یې نیولې وه او په ناقانونه ډول بې پلانه جوړ سوي وو. دغه راز په پنځمه، شپږمه، اوومه او نهمه ناحیه کي هم د ځینو بې پلانه او ناقانونه ابادیو مخه نیول سوې ده.
څرګند وايي، له سېلابونو څخه د خلکو د خبرولو او ځینو نورو خبرتیاوو او پوهاوي له پاره په ښاروالۍ کي مشورتي شورا شتون لري، چي د هري ناحیې دوه غړي په کښي شامل او د ولس او ښاروالۍ تر منځ د ارتباط کړۍ په حیث دنده اجراء کوي. همدا رنګه په هره ناحیه کي اوونیز مجلس جوړېږي؛ تر څو خلک د سېلابونو د احتمالي خطرونو سربېره له ځینو نورو اړینو موضوعاتو او پوهاوي څخه اګاه سي.
خو د کندهار د چاپیریال ساتني ریاست رئيس انجنير امان الدین حمیدي د څرګند او پښتون د څرګندونو خلاف د ښار وضعیت اوس هم د اندېښنې وړ بولي او وایي چي د خپلسره ودانیو د مخنیوي، غصب، د اوبو د مسیر د معلومولو او د سېلابونو څخه د خلکو د خبراوي سیستم تر اوسه هيڅ شتون نه لري.
ده وویل: ((تر اوسه د خپلسرو او بې پلانه ودانیو د جوړولو د مخنیوي له پاره مناسب او نتیجه ورکوونکي اقدامات نه لیدل کیږي، همدا رنګه د سېلابونو د اوبو مسیرونه اکثره په ښاري سیمو کي غصب سوي دي، چي د مخنیوي له پاره یې تر اوسه کوم اقدام نه لیدل کيږي. دغه راز زموږ په سیمه کي تر اوسه داسي سیستم نه سته چي په مرسته یې د سېلابونو د راوتو او د ممکنه خطرونو په اړه معلومات له خلکو سره شریک سي.))
حمیدي د ځنګلونو پر وهلو او نه ساتلو هم اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چي په وار ـ وار یې ټولو امنیتي ادارو او ولسوالیو ته د ځنګلونو او نیمه ځنګلي بوټو د ساتني په موخه مکتوبونه استولي؛ خو لکه څومره چي لازمه وه، هومره یې په اړه جدي اقدام نه دی سوی.
د طبیعي پېښو په وړاندي د مبارزې رئیس وايي، د ماشومانو د خوندیتوب مؤسسې په مرسته یې ځیني مهمي سیمي (نهمه، پنځمه او دیارلسمه ناحیې او ډنډ ولسوالۍ) چي تر تهدید لاندي دي، چرۍ جوړي کړي او لسګونو کسانو ته چي ښځي او ماشومان هم په کښي شامل وو، عامه پوهاوی ورکړ، همدا رنګه یو ډله کسان مو ټريننګ کړل یو کانټینر وسایل (بېل، کراچۍ، کولنګ….) مو ورکړل، چي د بېړنیو پېښو پر مهال عاجل لاس په کار سي او د لومړنیو روغتیایي خدماتو له پاره مو هم څو تنو ته ټريننګ ورکوو، چي لاس څنګه وتړي، …
پښتون وایي، د پنجاپ ویالې پر غاړه یې د (ای‌او‌اېم) مؤسسې په مرسته یو استنادي دېوال جوړ او ځیني خلک ته یې ټرننګ هم ورکړی دی.
دغه راز د دغي مؤسسې په مرسته یو کانټینر وسایل هم ورسپارل سوي، چي مسجد ته نژدې ایښی، ملا امام یې دنده لري، څو د خطر پر مهال ټاکلي کسان استفاده ځني وکړي. پښتون وایي، له سېلابونو څخه د خبراوي له پاره کوم سیستم نه دی جوړ سوی، ځکه ټول خلک د فیسبوک یا نورو رسنیزو وسایلو له لاري خبرېږي، ځکه یوازي د هواشناسۍ اداره ده، چي د هوا حالات خپروي.
هغه وويل، همدا رنګه د ژمي په رارسېدو سره ټولو ادارو ته مکتوبونه لېږي او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په مرسته اعلانونه خپروي، چي د سېلابونو د خبرېدو له پاره وي.
دی وایي، محلي ادارې د سېلابونو له پاره پوره چمتووالی نیولی دی، بشپړ مخنیوی یې نه سي کيدلای، ولایتي ادارې په تېر سېلاب کي هم خپل مسؤلیت اداء کړ، خو خبره د خلکو د همکارۍ ده، چي باید همکار واوسي.
ده وویل: ((تېر ځل کوچیان په سیند کي پراته وو، چي اوبه نه وې، خو چي اوبه راغلې ټول یې یووړل.))
راپور: زین الله احمدي

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *