کور / خبرونه / افغان کډوالو په پاکستان کې امن او کار و بار خراب کړى – KHABARIAL.COM

افغان کډوالو په پاکستان کې امن او کار و بار خراب کړى – KHABARIAL.COM

[ad_1]

خبريال وېبپاڼه / ۱۲ جون ۲۰۱۹ – د عمران خان د تحريك انصاف ګوند غړي او د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزى ويلي چې افغانان دې نور په خيبر پښتونخوا (مقبوضه افغانستان) کې نه پاتې کېږي او خپل وطن ته دې ستانه شي.
ياد وزير ويلي چې د افغان کډوالو له وجې په پاکستان امن، کار و بار او نورې زېربناوې خرابې شوي دي.
د اطلاعاتو وزير په خيبر پښتونخوا او نورو ايالتونو کې د افغانانو له پاتې کېدو سره مخالفت کړى.
شوکت يوسفزي ويلي چې له مرکزي حکومت څخه غواړي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو مهلت پاى ته ورسوي او د جون مياشتې له دېرشمې نېټې وروسته خپل وطن ته د افغانانو د لېږلو پروسه پيل کړي.
نوموړى زياتوي چې موږ څلوېښت کاله د افغانانو مېلمستيا وکړه، خو له دې وروسته د دوى له وجې په پاکستان کې د ناامنۍ، بې کارۍ او د زېربناوو له تباه کېدو وروسته بايد افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شي.
شوکت يوسفزي له افغانانو دا هم غوښتي چې د پاکستان خلاف کرکه دې له زړونو وباسي.
په افغانستان کې د جګړې له پيل وروسته په ميليونونو افغانان بهرنيو هېوادونو ته کډوال شول چې ډېره برخه يې ګاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان ته لاړل، خو اوس دا هېوادونه افغان کډوال د سياسي فشار په توګه د افغان حکومت خلاف کاروي او کله هم چې له دې هېوادونو سره د افغانستان اړيکې خرابې شي، پاکستان او ايران يې قصور له کډوالو باسي.
ويل کېږي ډېر افغان کډوال له کلونو راهيسې د خپل وطن خلاف کارول کېږي او هڅول کېږي چې په افغانستان کې جګړه وکړي، خو افغان حکومت تر اوسه هم په دې نه دى توانېدلى چې د کډوالو د راستنېدلو په خاطر يو ميکانېزم جوړ کړي چې دوى بېرته هېواد ته را ستانه شي او نور دا خلک د افغانستان خلاف و نه کارول شي.



[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *