کور / خبرونه / معلولو سرتېرو ته په ملکي برخو کې دندې ورکول کېږي – KHABARIAL.COM

معلولو سرتېرو ته په ملکي برخو کې دندې ورکول کېږي – KHABARIAL.COM

[ad_1]

خبريال وېبپاڼه / ۱۲ جون ۲۰۱۹ – له هغه وروسته چې رسنيو د يو شمېر معلولو سرتېرو په اړه راپورونه خپاره کړل چې له معلوليت وروسته له دندې ايستل شوي او اوس په بد حالت کې ژوند کوي، د ملي امنيت شورا مشاور ډاکتر حمدالله محب د امنیتي سکټور د مشرانو په حضور کې ويلي چې د امنیتي ځواکونو د معلولینو د لا زیات ملاتړ په خاطر به هغوی ته په غیر محاربوي برخو کې د دندې او کار کولو زمینه او فرصتونه برابر شي.
د امنيت شورا په خبرپاڼې کې راغلي، د امنیتي سکټور د رهبرۍ په ناسته کې د یو شمېر ولایتونو د سیمه ییزې اردو د ټوليو ځای پر ځای کېدو او سمبالښت په څرنګوالي، د لوېدیځ زون د ولایتونو امنیتي وضعیت ارزونې او د اعلی سر قوماندانۍ په چارو کې د ملي امنیت شورا دفتر د معاونیت د شهیدانو کمېسیون په راپور بحث وشو.
خبرپاڼه زياتوي، د ملي امنیت شورا مشاور ډاکټر حمدالله محب په ياده ناسته کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې او لاسته راوړنې وستایلې او وې ويل چې افغان ځواکونو په دې وروستيو کې ترهګرو ته سخت تاوانونه اړولي او د دوى پر وړاندې به د افغان ځواکونو تعارضي عمليات دوام وکړي.



[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *