کور / خبرونه / نریندرا مودي به قرغزستان ته د پاکستان د فضا له لارې سفر ونکړي – KHABARIAL.COM

نریندرا مودي به قرغزستان ته د پاکستان د فضا له لارې سفر ونکړي – KHABARIAL.COM

[ad_1]

خبریال وېبپاڼه / ۱۲ جون ۲۰۱۹- د قرغزستان په کوربتوب د شانګهای همکارۍ د سازمان ناسته چې د پنجشنبې په ورځ په بشکيک ښار کې ترسره کيږي. د هند د هوايي شرکت (ائیر انډيا) په وينا چې دوی به د پاکستان هوايي فضا څخه د تیریدو په ځای د عمان، ایران او مرکزي اسيايي هیوادونو له لارې نريندرا مودي دغې غونډې ته ورسوي.

دا خبر له هغې وروسته مخې ته راځي چې ځینو پاکستانيو رسنیو خبر ورکړی دی چې پاکستان د هند هغه وړاندیز منلی چې د نریندرا مودي الوتکې ته د پاکستان د فضا څخه د تیریدو اجازه ورکړي.

له دې وړاندې د پاکستان يوه لوړ پوړي چارواکي د پي ټي ای سره په خبرو کې ويلي و چې دوی هيله مند دي چې نوی ډهلی به د اسلام اباد وړانديز ته په سولیيز ډول ځواب ورکړي.

پاکستان له هغه وروسته ټولې د هوايي لارې د پروازونو پر مخ وتړلې چې د فبرورۍ په ۲۶مه نيټه هندي جيټ الوتکو د پاکستان په بالاکوټ سيمه کې د جیش محمد په ترهرګریزو ډلې هوايي بریدونه وکړل.

د نوموړي چارواکي په وینا په دې وروستیو کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان خپل هندي سيال ته يو ليک هم ليږلی او په هغې کې يې يادونه کړي چې پاکستان غواړي چې د هند سره ټولې جعرافيايي ستونزې چې په هغې کې کشمیر هم شامل دی هوارې کړي.

نوموړي چارواکي زياته کړه سره له دې چې د قرغيزستان په کوربتوب د همکاریو سازمان په ناسته کې دواړه مشران یو له بل سره ناسته نلري، خو دوی هیله ښيي چې هند به ورته په سوليز شکل ځواب ورکړي.

د هندوستان د خارجه وزارت ویاند رویش کمار بیا په نوي ډهلي کې د خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې د شانګهای همکارۍ سازمان په ناسته کې به د دوی لومړی وزير د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سره لیدنه ترسره نکړي او دوی په هغه دريځ ټینګ ولاړ دي چې ترور او خبرې يو ځای په مخ نشي سره تللی.



[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *