کور / خبرونه / عمران خان له وېرې د شپې ناوخته وینا کوي – KHABARIAL.COM

عمران خان له وېرې د شپې ناوخته وینا کوي – KHABARIAL.COM

[ad_1]

خبریال وېبپاڼه / ۱۲ جون ۲۰۱۹ – د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تېره شپه ناوخته د جون پر ۱۱ مه د پاکستان پر وخت شاوخوا ۱۲ بجې پارونکي وینا وکړه د دې تازه وینا په غبرګون کې د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو ویلي عمران خان له ویرې د شپې پر مهال وینا کوي او مخالف ګوندونه په دې نه شي ویرولی چې زندانونو ته یې واچوي.

عمران خان په خپلو څرګندونو کې تېره شپه وویل د پیپلز او مسلم لیګ ګوند د حکومتونو پر مهال پاکستان ۲۴ زره میلیارده ډالره پوروړی شوی دی.

عمران خان ویلي و، دا به مالوموي چې په تېرو لسو کلونو کې یې هېواد څه ډول او څنګه ۲۴ زره میلیارده ډالر پوروړی شوی دی چې ترلاسه کوونکي به یې حساب کتاب ورکړی.

بلاول بوټو بیا د عمران خان له وینا وروسته د سهار پر مهال وویل عمران خان حکومت د قرض اخیستلو په ویره کې دی او نه پوهېږي چې څه ډول دا قرضونه تر لاسه کړي نو ځکه پاروونکي ویناوې کوي.

بلاول بوټو وویل عمران خان دې نور قرضونه په هېڅ صورت کې نه اخلي ځکه دا په خپله اقتصادي خودکشي ده نو دوی به هېڅ کله اجازت ورنکړي.هغه زیاتوي د زور او فشار وخت تللی دی. او هیڅوک لېوني نه دي چې بې روزګارۍ او ګرانۍ ته رایه ورکړي.

څه وخت وړاندې هم بلاول بوټو ویلي وو پاکستان له یو سخت اقتصادي بحران سره مخ دی او عمران خان ددې وړتیا نه لري چې پاکستان له دې عذابه خلاص کړي بلکې نوریې هم عزاب ته ورنږدې کوي.

بلخوا ډیری پخواني چارواکي د څو ورځو راهیسې د فساد په تور نیول شوي دي خو په دې هېواد کې د اپوزیشن ګوندونه په حکومت تور لګوي چې د خپلو سیاسي مخالفینو پر وړاندې د نیب په واسطه قضیې جوړوي او پر فساد یې تورنوي



[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *