کور / خبرونه / افغانستان شانګهای همکارۍ سازمان ته اړتيا لري – کندهار ورځپاڼه

افغانستان شانګهای همکارۍ سازمان ته اړتيا لري – کندهار ورځپاڼه

[ad_1]

د افغانستان اوټلوک ډېلي ورځپاڼې (په انګليسي ژبه)، مسير ورځپاڼې ( په پښتو ژبه) او افغانانان ورځپاڼې ( په دري ژبه ) د جون په لسمې نېټې په افغانستان کې د چين د لوی سفير ليو جين سونګ ليکنه خپره کړه چې عنوان يې دی (( افغانستان شانګهای همکارۍ ته اړتيا لري)). تاسو يې لوستلو ته رابولو!
د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا غونډه به څو ورځې وروسته د قرغېزستان په پلازمنه بيشکيک کې پيل شي او د سيمه ييز امنيت، ثبات او پرمختګ پر موضوعاتو به وڅرخي.
سږکال د شانګهای همکارۍ سازمان د جوړېدو اتلسمه کاليزه ده او د بېشکيک سرمشريزه غونډه به د دغه سازمان د ځوانيتوب مرحلې د نمانځلو په شان ترسره شي . په تېرو اتلسو کلونو کې د بېلابېلو خواوو په ګډو همکاريو شانګهای همکارۍ سازمان په نړۍ کې د همکاريو داسې جامع او سيمه ييز سازمان ګرځېدلی چې پراخوالی او نفوس يې تر ټولو زيات دی، د دغه سازمان د غړو هېوادونو عمومي اقتصادي حجم او نفوس په جلاجلا توګه د نړۍ ٪20 او ٪40 نيسي. دغه راز دغه سازمان د افغانستان په ګډون 4 کتوونکي هېوادونه او 6 د خبرو ملګري هېوادونه لري او له م م او نورو نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو سره يې پراخې همکاريزې اړيکې ټينګې کړي او نړيواله اغېزه يې لاپسې پراخه کيږي.
” شانګهای روحيه“ د شانګهای همکارۍ سازمان د برياليتوب بنسټ دی، چې پدې روحيې سره بېلابېلو غړو د مساواتو،متقابل باور او ګډو ګټو پر بنسټ د ګډ پرمختګ موخو د ترسره کولو پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې او سلامشورې کړي او کوي يې او د سازمان متحرکه قوه يې ساتلې ده، دا د نويو نړيوالو اړيکو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې له معنی سره مشابه ده او د هېوادونو ترمنځ د اړيکو لپاره يې ايډيالوجيکي لارښوونه برابره کړې ده.
شانګهای همکارۍ سازمان د سيمه ييز امنيت د ساتلونکي په توګه رول لوبوي. دغه سازمان امنيتي همکاريو ته لومړيتوب ورکوي ،د سيمه اييزو هېوادونو د پاملرنې وړ امنيتي موضوعاتو ته توجه کوي، تر نورو وړاندې يې د”دريو قواوو “ تعريف کړی، د غړو هېوادونو لپاره يې د”دريو قواوو “ پر ضد د مبارزې لارې چارې او اصول روښانه کړي او د امنيتي همکاريو لپاره يې يوه اغېزمنه لاره پيدا کړې ده.
د ۲۰۰۱ کال په جون مياشت کې اړوندو خواوو د تروريزم، بېلتون غوښتنې او افراطيت پر ضد د مبارزې په اړه د شانګهای تړون لاسليک کړ او په ۲۰۱۸ کال کې يې په چينګ داو کې د دغه سازمان په سرمشريزه غونډه کې هغه سند چې عنوان يې دی ((د مخدره موادواو اروايي درملو د ناوړه استفادې د مخنيوي په اړه د شانګهای همکارۍ سازمان طرحه)) تصويب کړ، چې پدې سره د دغه سازمان د قوانينو د تطبيق او امنيت ساتنې په برخو کې همکاريو ته په قانوني لحاظ بنسټ ټينګ شوی دی. د دغه سازمان غړو هېوادونو په تاشکن کې د تروريزم ضد ايجنسۍ اجرائيوي کمېټه جوړه کړه، د سولې دندې په نوم او د تيان شان د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم يولړ ګډ پوځي تمرينونه يې ترسره کړل، همدارنګه نوموړو د نشه يي توکو دقاچاق، د هېوادونو له پولې څخه په تېرېدو د جرمونو او د غېر قانوني کډوالو پر ضد د مبارزې او د سرحدي سيمو د امنيت ساتلو په برخو کې يې ګډې همکارۍ وکړې، د يادو کارونو په ترسره کولو سره د غړو هېوادونو د همکارۍ توان ګام پر ګام لوړ شوی او د امنيتي همکاريو ساحه يې نوره هم پراخه شوې ده.
شانګهای همکارۍ سازمان د اقتصادي همکارۍ د هڅولو انجن دی. که څه هم د اقتصادي پيمانې، صنعتي جوړښت او پرمختيايي مرحلې په برخو کې د دې سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ توپيرونه څرګند دي، خو د اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي په اړه ګډه هيله شتون لري. له تېرو څو کلونو راهيسې دغو هېوادونو د ستراتيژيک پيوستون، د توليدي توان د همکارۍ او د سيمه ييزو سوداګريو او پانګونو د پياوړتيا او اسانه کېدو په ساحو کې مثبت ګامونه پورته کړي دي. د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد د شانګهای همکارۍ سازمان د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو لپاره پياوړی ځونده قوت برابر کړی. له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۱۷ پورې د شانګهای همکارۍ سازمان له غړو هېوادونو څخه د چين د وارداتي توليداتو ارزښت له ۳۴۰ مليارډو امريکا يي ډالرو څخه زيات شوی او د دې سيمې په هېوادونو کې د چيني تصديو د مستقيمو پانګونو اندازه ۱۵مليارډو امريکايي ډالرو ته نژدې شوې، چين د نوموړي سازمان د زياتره غړو هېوادونو لپاره لومړی يا دوهم لوی تجارتي ملګری ګرځېدلی دی. د چين او د سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو توليداتو جوړښت د بشپړېدو په حال کې دی او د متقابلو ګټو همکارۍ يې د ژوروالي په حال کې دي.
شانګهای همکارۍ سازمان د نوي ډول نړيوالو اړيکو نمونه ده. دغه سازمان د غړو هېوادونو د کلتوري متنوعيت او ټولنيز ارزښت درناوی کوي، د م م د منشور او د منلو وړ نړيوالو قوانينو مراعات کوي، د لا عادلانه او برابر نړيوال نظام د تاسيس لپاره هڅه کوي، د پرانيستي نړيوال اقتصاد د ګډې ابادۍ ملاتړ کوي، له هر ډول يواړخيزتوب او سوداګرۍ ساتوونکو افکارو سره د مخالفت غوښتنه کوي او د سوداګرۍ نړيوال سازمان د مقرراتو صلاحيت او چلند ساتي.
شنګهای همکارۍ سازمان تل د افغانستان چارو ته ډېره پاملرنه کوي. په ۲۰۰۵کال کې د شانګهای همکارۍ سازمان او افغانستان د ارتباطو ډله جوړه شوه او د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ دروازه پرانيستل شوه. دغې ډلې د روان کال په اپريل کې په بيشکېک کې يوه غونډه تر سره کړه چې ګډونوالو خواوو د افغان او سيمه ييزو حالاتو، د افغانستان د ملي روغې جوړې بهير، د شانګهای همکارۍ سازمان او افغانستان ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا په اړه بحثونه وکړل. په مې مياشت کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو شورا نوبتي غونډه په بيشکېک کې تر سره شوه چې د دې غونډې د پريکړې له مخې (( د شانګهای همکارۍ سازمان او افغانستان د ارتباطو ډلې د راتلونکو عملونو نقشه)) د غړو هېوادونو مشرانو سنجش او لاسليک ته وړاندې شوه.

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *