کور / خبرونه / دملی امنیت ریاست ۴۵۰ تنو سرتېرو نن دکندهارپه نظامی روغتون کی دوینی بانک ته وینه ورکړه

دملی امنیت ریاست ۴۵۰ تنو سرتېرو نن دکندهارپه نظامی روغتون کی دوینی بانک ته وینه ورکړه

[ad_1]

د کندهار د ملی امنیت ریاست کارکوونکو د دغه ریاست د رئیس بریدجنرال برکت الله څمکنی په مشرۍ د ۲۰۵ اتل قول اردو د نظامی روغتون ټپیانو ته وینه ور کړه.

د کندهار د ملی امنیت رئیس وایی، ځوانان او خلک دی د خپلو اتلو سرتېرو د ژوند ژغولو په موخه وینه ورکړی او د خپلو اتلانو ژوند دی وژغوری.

د چهارشنبې په ورځ د کندهار د ملی امنیت ریاست ۴۵۰ تنو سرتېرو د دغه ریاست د رئیس بریدجنرال برکت الله څمکنی په مشری د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو د روغتون ناروغانو ته وینه ورکړه.

د ملی امنیت رئیس بریدجنرال برکت الله څمکنی وایی، امنیتی ځواکونو هر وخت د خپل ولس لپاره سینې سپر کړی او په ورځ او شپه یې د خپلو خلکو څخه ساتنه کړې او ځانونه یې قربان کړی دی.

د نوموړی په خبره، د ټپی سوو سرتېدو او د نظامی روغتون د وینی د بانک د پیاوړتیا لپاره دی ځوانان خپله وینه خپلو امنیتی ځواکونو ته ورکړی، څو د هغوی ژوند وژغوری.

دغه راز د ۲۰۵ اتل قول اردو د نظامی روغتون استازی ډګروال دوکتور محمدصادیق وردګ د ملی امنیت ریاست د سرتېدو له دغه اقدامه خوښی ښیی او د دغه اقدام د پیاوړتیا غوښتنه کوی.

ښاغلی وردګ وایی، ځوانان دی هم د خپلو سرتېدو او په روغتونونو کی د خپلو هیوادوالو د ژوند ژغورلو په موخه وینه ورکړی او ولس دی او له ناروغانو سره دی مرسته وکړی.

نوموړی وایی، امنیتی ځواکونه تل هڅه کوی، چی د خپلو خلکو ساتنه وکړی او د ولس لپاره د ارام ژوندانه زمینه برابره کړی، چی آن په دغه لاره کی د خپله سره هم تېر دی.د کندهار په روغتونونو کی ډېر ځله د ناروغانو د درملنی پرمهال لویه ستونزه د وینی وی، چی بیا ورسره خلک او د مریض دوستان سرګردانه وی، په روغتونونو کی د وینی د بانګ پیاوړتیا به د مریضانو له ژوند سره لویه مرسته وی.

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *