کور / خبرونه / د زابل دای چوپان ولسوالۍ یې بېرته نیولې – KHABARIAL.COM

د زابل دای چوپان ولسوالۍ یې بېرته نیولې – KHABARIAL.COM

[ad_1]

خبریال وېبپاڼه / ۱۲ جون ۲۰۱۹ – د زابل چارواکو خبر ورکړی دی چې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د پرلپسې سختې نښتې وروسته امنيتي سرتېرو د دای چوپان ولسوالۍ ته ور ننوتلې او بېرته یې لاسته راوړې ده.

طالبانو لومړی خبر ورکړی و چي له امنیتي ځواکونو سره یې د سختي جګړې وروسته د زابل د دای چوپان ولسوالۍ په بشپړه توګه نېولي ده.

د طالبانو له دې خبر وروسته نن د زابل والي رحمت الله یارمل د دای چوپان ولسوالۍ د سقوط په اړه د وسله‎ والو طالبانو د برید طرحه ناکامه ګڼلې خو زیاتوي چي د سختې جګړې وروسته یې یاده ولسوالۍ بېرته عادي حالت ته راګرځولې ده.

ځیني سرچیني وایې په دې پرله پسې مخانخ جګړو کې ۴۰ وسله والو طالبانو وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

په دې ولایت کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه یحیی علوي نن د جګړې په سیمه کې خبریالانو ته ویلي چې افغان پوځيانو له طالبانو سره څو ورځې مسلسل سختې جګړې وکړې او وروسته په دې وتوانېدل چې طالبان له یادې ولسوالۍ څخه وباسي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند زیاتوي چې د دای چوپان ولسوالۍ ته تازه دمي ځانګړي ځواکونه رسېدلي او ولسوالۍ بېرته عادي حالت ته ګرځولې ده.

د زابل والي رحمت الله یارمل هم ویلي چې طالبان په دې ولسوالۍ کې بېرته په شا تللي دي چې د ۵۳ وژل شوی وسله والو په ګډون پکې ۱۷ نور وسله وال ټپیان شوي دي.

یارمل زیاتوي په دې جګړه کې شپږ افغان سرتېري هم وژل شوي او یو شمېر ټپیان دي. خو وسله والو طالبانو بیاځلي د حکومت د ادعا په تړاو څه نه دي ویلي چې رښتیا هم افغان ځواکونو دا ولسوالۍ نیولې کنه؟

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر، اسدالله خالد له فراه او هراته، زابل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي وو ډېر ژر به هغه سیمې ونیسي چې کلونه د طالبانو په لاس کې وي.

خالد له طالبانو د سیمو د بیا نیونې په موخه له ځانګړو پوځي عملیاتو خبره کړې وه او څرګنده کړې یې وه چې طالبانو د الفتح عملیاتو په ترڅ کې لاسته راوړنه نه درلوده.



[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *