کور / خبرونه / واردات کمېږي؛ سږ کال به د غنمو تولید ۴.۵ میلیونه مټریک ټنه وي – کندهار ورځپاڼه

واردات کمېږي؛ سږ کال به د غنمو تولید ۴.۵ میلیونه مټریک ټنه وي – کندهار ورځپاڼه

[ad_1]

د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په روان کال کې به د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته او واردات به یې کم سي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ویلي، چې دغه وړاندوینه ډېرو ورښتونو او په کروندګرو د بذري تخمونو وېشنې ته په پام سره کېږي.

د نوموړي په خبره وړاندوینه دا ده چې د غنمو حاصلات به سږ کال ۴،۵ میلیونه مټریک ټنه وي.

رستمي زیاتوي: “تېر کال له بده‌مرغه د وچکالیو له امله د غنمو په حاصلاتو کې موږ ۸۰۰ زره مټریک ټنه کموالی درلود، خو سږ کال وړاندوینه دا ده چې زموږ د تولیداتو کچه به ۴،۵ میلیونه مټریک ټنو ته ورسېږي.”

نوموړی وايي چې تر اوسه چې په کومو ولایتونو کې حاصلات راټول شوي، زیاتوالی ښيي، د مثال په ډول په ننګرهار ولایت کې ۲۰ سلنه او په فراه ولایت کې ۳۰ سلنه د غنمو حاصلات زیات سوي دي.

د رستمي په خبره دې ته په پام سره به هېواد ته د غنمو واردات کم سي.

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *