کور / خبرونه / هڅه کو، چی د دهلې بند اوبه تر میزان میاشتی پوری ورسوو

هڅه کو، چی د دهلې بند اوبه تر میزان میاشتی پوری ورسوو

[ad_1]

یادی څرګندونی د ارغنداب سیندیزی حوزې رئیس پر داسی مهال وکړې، چی د یاد ریاست د پلان له مخی نن چهار شنبه د یاد بند څخه د ۲۴ متره مکعب په مقدار اوبه خوشی سوې او په مینځ کی به لس-لس ورځی وقفه ورکول کیږی.

نور کلونه به د حمل په وروستیو او ثور په لومړیو ورځو کی پارچاوې ودرې دې او د بند اوبه به خوشی سوې، خو د مسولینو په خبره شل کاله وروسته د جوزا په اخرو کی د یاد بند اوبه خوشی کیږی، چی دا د حاصلخیزه او اباد کال نښه یادوی.

په همدې موخه د ارغنداب سیندیزی حوزې رئیس انجینر توریالی محبوبی ګڼ شمیر علما د اوبو خوشی کیدو ته رابللی وه، ترڅو د قران الکریم ختم وکړی او دعا وکړی، چی داسی اباد کلونه ډیر سی.

توریالی محبوبی وایی، دمګړی په دهلې بند کی ۲۸۶ میلیونه متره مکعب اوبه سته او دوی یې ۶۰ سلنه اوبه خوشی کوی، چی د ریاست د پلان له مخی به تر ۸۰ ورځو پوری د اوو ولسوالیو تر ۸۰ هکټاره زیاته ځمکه ورباندی خړوبه کړی.

محبوبی زیاتوی، چی د اوبو تر خوشی کیدو وروسته به د ضرورت پر اساس په هرو لسو ورځو کی وقفه ورکوی او اوبه به بندوی تر څو اوسنی اوبه تر میزان میاشتی پوری بسنه وکړی.

باید وویل سی، چی څه موده مخکی د هیواد جمهور رئیس ددې بند د جوړیدو پروژه لاسلیک کړه، چی د بند ۱۳ اشاریه ۶ متره لوړوالی، د دریو توربینو نصبول چی ۲۴ میګاواته برېښنا به تولیدوی، مختلف کانالونه جوړول او د ښار لپاره د څښاک اوبو شبکه جوړول هم پکښی شامل دی.

خبریال: احمدی بهیر احمدی

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *