کور / خبرونه / کندهارکی دهیواد د خپلواکۍ دسلمی کلیزی لپاره عملی هڅی پیل سوې

کندهارکی دهیواد د خپلواکۍ دسلمی کلیزی لپاره عملی هڅی پیل سوې

[ad_1]

دهیواد دخپلواکۍ دبیرته ګټلو په مناسبت په درېیمه تدابیری غونډه کی کندهاروالی حیات الله حیات دټولو دولتی ادارو مسولینو ته دعملی اقداماتو دپیلېدو سپارښتنه وکړه او وویل سر دنن څخه دټولو دولتی ادارو مسولین او مامورین مکلف دی، چی عملی کارپیل کړی، څو دنیکمرغی او دویاړ څخه دغه ډک ورځ په دې ولایت کی په شاندارو مراسمو سره ولمانځل سی.

د هیواد د خپلواکۍ دسلمی کلیزی لپاره  دغه درېیمه تدابیری غونډه، چی د چهارشنبې په ورځ په ولایت مقام کی د کندهار والی حیات الله حیات په مشرۍ جوړه سوې وه، پرمهال یې د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب، د چارو له ادارې څخه راغلو استازو، د ولایتی شورا غړو، د کندهار سرپرست ښاروال، د ولسوالیو ولسوالانو، د مدنی ټولنو او ځوانانو د مشورتی بورډ غړو او د ملکی او خصوصی نهادونو ترڅنګ د یو شمېر نظامی ارګانونو استازو هم ګډون کړی وو.

د غونډی په پیل کی راغلو ګډونوالو ته هغه پریزینټېشن وړاندی سو، چی د هیواد د خپلواکۍ د ۱۰۰ کلیزی لپاره پروګرامونه پکښی په پلان کی نیول سوی وه.

وروسته کندهار والی حیات الله حیات د هیواد د خپلواکۍ د سلمی کلیزی په مناسبت د جوړېدونکو پروګرامونو پر ښه تنظیم ټینګار وکړ او ویې ویل سر له اوسه دی د هیواد د خپلواکۍ د تجلیل په موخه هڅی پیل سی.

کندهار والی وویل، چی د هیواد د ازادۍ سلمه کلیزه به ولسی رنګ ولری، ځکه د افغانستان خاوره افغان بچیانو ساتلې او هغوئ په خپله خاوره او ازادی باندی ویاړی، نوموړی زیاته کړه، چی د دغه ورځی په ویاړ جوړېدونکی مراسم به له ولسوالیو راپیلوی څو نه یوازی په کندهار ښار کی تجلیل سی بلکی د ولسوالیو اوسېدونکی هم په دغه ملی ورځ کی خپل د خوښۍ مراسم ولمانځی.

کندهار والی وویل  د هیواد دخپلواکۍ دبیرته ترلاسه کولو په دغه ملی ورځ به د ټنګ ټکور پروګرامونو ترڅنګ په کندهار ولایت مقام کی د جوړېدونکی ۱۰۰ متره بیرغ پرانیستنه هم په شانداره مراسمو سره ترسره کوی.

ښاغلی حیات له خصوصی شرکتونو، ملی سوداګرو او شتمنو هیوادوالو غوښتنه وکړه، څو د دغه ورځی د ښه لمانځلو په موخه ورسره په جوړېدونکی پروګرامونو کی د امکان ترحده همکاری وکړی.

په غونډه کی د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب هم خبری وکړې او ویې ویل، چی د هیواد د خپلواکۍ د سلمی کلیزی په ویاړ یې عملی اقدامات پیل کړی او هڅه کوی، چی په کندهار کی د دغه ورځی په ویاړ د ټول هیواد په کچه منظم او شانداره مراسم ترسره کړی.

همدارنګه د غونډی ګډونوالو یو په بل پسی خپل نظرونه وړاندی کړل او ویې ویل، چی په دغه ملی ورځ کی به د افغانستان د ۲ لسیزو لاسته راوړنی د ځانګړو نندارتونونو په ترڅ کی ننداره کوی، سپورټی، اتڼیز او ځانګړی ټنګ ټکور پروګرامونه به د هیواد د خپلواکۍ د سلمی کلیزی په ویاړ ترتیبوی.

راغلو ګډونوالو له ولایتی ادارې څخه غوښتنه وکړه، چی د دغه ورځی په مناسبت د پروګرامونو د لا ښه ترسره کولو په موخه دی نه یوازی د ملکی ادارو په کچه پروګرامونه تنظیموی بلکی د نظامی ارګانونو لپاره دی هم ځانګړی پروګرامونه او رسمی ګذشت په پام کی ونیسی.

دغونډی په ورستیوکی ددولتی ادارو دمسولینو څخه یوکمیټه هم وټاکل سوه او دنده ورته وسپارل سوه څو ددغی ورځی دراتلو لپاره سر دنن څخه عملی چاری پیل کړی.

خبریال: سید ستارمهتابی

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *