کور / خبرونه / دپوهنی وزارت دنظارت عمومی رئیس دپوهنیز بهیر دلاتقویې لپاره دکندهاروالی دهڅو ستاینه وکړه

دپوهنی وزارت دنظارت عمومی رئیس دپوهنیز بهیر دلاتقویې لپاره دکندهاروالی دهڅو ستاینه وکړه

[ad_1]

دپوهنی وزارت دنظارت عمومی رئیس نجیب الله کامران چی کندهار ولایت ته دپوهنیز بهیر دنظارت په موخه یې سفر کړی دکندهار والی حیات الله حیات سره یې په لیدنه کی دهغه څخه مننه وکړه،  چی دپوهنیز بهیر دپیاوړتیا لپاره هڅی کوی څو په کندهار ښار او ټولو ولسوالیوکی پوهنیز بهیر پر پښو ودروی.

دچهار شنبې په ورځ دپوهنی وزارت څخه راغلی دنظارت عمومی رئیس نجیب الله کامران په ولایت مقام کی دکندهار والی حیات الله حیات سره دهغه دکار په دفترکی ولیدل او ددې ولایت دپوهنیز بهیر دلاتقویې په هدف یې ورسره خبری وکړې.

په پیل کی کندهار والی حیات الله حیات ورته ښه راغلاست ووایه او ددې ولایت دپوهنی بهیر په اړه یې ورسره معلومات او ستونزی شریکی او دستونزو دحل په موخه یې ورڅخه دهمکارۍ غوښتنه وکړه.

کندهار والی وویل ولایتی ادارې هڅی پیل کړی چی پوهنیز بهیر تقویه کړی په خبره یې پوهنی وزارت هم باید کندهار  ولایت ته ځانګړې پاملرنه وکړی او په ټولو ښونځیو کی دی د زده کړو کیفیت ته توجوه ډیره کړی.

دپوهنی وزارت دنظارت عمومی رئیس نجیب الله کامران دکندهار والی غوښتنی پرځای وبللې او ژمنه یې وکړه چی پوهنی وزارت مقام به ددې ولایت دپوهنیز نظام دپیاوړتیال پاره لازم ګامونه اخلی.

نوموړی په دغه برخه کی دکندهار دوالی څخه هم ځانګړې مننه وکړه چی همیشه  یې دپوهنی ریاست ستونزی حل کړی او دپوهنی دپیاوړتیا لپاره یې خپل ټول امکانات په لاره اچولی دی.په دغه ناسته کی دپوهنی اړوند یو شمیر نورو موضوعاتو باندی هم بحث وسو او په اړه لازیمی پریکړی وسوی.

خبریال: سید ستارمهتابی

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *