کور / خبرونه / پر سعودي هوايي ډګر د حوثیانو توغندیز برید، ۲۶ ټپیان

پر سعودي هوايي ډګر د حوثیانو توغندیز برید، ۲۶ ټپیان

[ad_1]

د سعودي عربستان پر سویل ختیځ کې ابها هوايي ډګر باندې حوثي یاغیانو توغندیز برید کې ۲۶ کسان ټپیان شوي دي.

سعودي رسنیو ویلي، د پېښې ټپيانو کې اکثره یمنیان او هندي وګړي دي چې ۳ ښځې او دوه ماشومان هم په کې شامل دي.

دا هم ویل شوي چې د څلورو ټپیانو وضعیت خراب دی.

 د سعودي په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو ویاند ترکي المالکي د برید پخلی کړی او ویلي یې دي چې پوځ د عام المنفعه ځایونو او ښاریانو د خوندیتوب لپاره کافي اقدامات کړي دی.

بلخوا حوثي یاغیانو پر خپله ویبپاڼه د برید مسوولیت اخیستی او ویلي یې دي د دوی لخوا نیول شوي هدف کې سعودي عربستان ته پراخ مالي او ځاني تاوان اوښتی دی.

د یادونې ده چې یمن کې د عرب ایتلافي ځواکونو او حوثي یاغیانو تر منځ جګړو کې ۷ ملکیان وژل شوي او له ۱۱ زرو زیات ټپیان دي.

137 total views, 137 views today

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *