یکشنبه , اکتوبر 25 2020

کابل کې ۹ تنه معتادین په ډزو وژل شوي – Enikass Radio





د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامز رسنیو ته ویلي، تېره شپه د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند کې په نشه یي توکو روږدي ۹ تنه د نامعلومو کسانو له لورې په ډزو وژل شوي دي. تر اوسه دا نه ده په ډاګه شوې، چې ولې یاد معتادین په نښه شوي؛ خو وژل شوي کسان د پلټنو په موخه عدلي طب ته لیږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې به د سړې هوا له امله د نشیانو د مړینې راپورنه خپرېدل خو دا لومړی ځل دی چې دوی د نامعلومه کسانو لخوا په ډزو وژل کیږي. شمېرې ښایې، چې په ټول افغانستان کې نږدې درې میلونه کسان په نشیي توکو روږدي دي.



Source link

READ  هلمند کې ۲۱تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي – Hindukosh

خپرندوي انعکاس راډيو

Leave a Reply