کور / خبرونه / له پخوانیو چارواکو سره به د پورونو حساب کتاب کېږی – KHABARIAL.COM

له پخوانیو چارواکو سره به د پورونو حساب کتاب کېږی – KHABARIAL.COM

[ad_1]

خبریال وېبپاڼه / ۱۲ جون ۲۰۱۹ – د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي، دا به مالوموي چې په تېرو لسو کلونو کې یې هېواد څه ډول او څنګه ۲۴ زره میلیارده ډالر پوروړی شوی دی.

د پاکستانی لومړی وزیر عمران خان ویلي یو داسې کمیسیون به جوړېږي او دا موضوع به په داسې حال کې روښانوي چې د مرکزي بانک غړي به هم پکې موجود وي.

عمران خان تازه دا څرګندونې په یوې ټلویزیوني خپرونه کې کړي هغه ویلي چې دا قرضونه د پیپلز او مسلم لیګ ګوند د حکومتونو پر مهال ډېر شوي دي . هغه ویلي اوس هغه وخت نه دی چې له ملامتو خلکو سره به حساب کتاب نه کېږي بلکې حساب ته به راکش کېږي.

خو څه وخت وړاندې د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو ویلي وو پاکستان له یو سخت اقتصادي بحران سره مخ دی او عمران خان ددې وړتیا نه لري چې پاکستان له دې عذابه خلاص کړي.

د راپورونو له مخې د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان پر ضد نور ګوندونه له ځان سره راټول کړي او له ګوندونو یې غوښتنه کړې چې د پاکستان اوسني اقتصادي وضعیت په اړه دې له یو بل سره په ګډه کیني او پاکستان دې له دې لوی عزاب څخه ځان خلاص کړي.

بلخوا ډیری پخواني چارواکي هم د څو ورځو راهیسې نیول شوي دي خو په دې هېواد کې د اپوزیشن ګوندونه په حکومت تور لګوي چې د خپلو سیاسي مخالفینو پر وړاندې د نیب په واسطه قضیې جوړوي او پر فساد یې تورنوي.

عمران خان هم د دې شویو قرضونو پړه په تېر حکومت واچوله هغه وویل پخوانیو مشرانو بې ځایه مصارف کول چې د پاکستان اقتصادي وضعیت یې له سخت کړکېچن حالت سره مخ کړی دی.



[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *