کور / خبرونه / پاکستان ته په خیانت تورن مشرف نه د دفاع حق واخیستل شو

پاکستان ته په خیانت تورن مشرف نه د دفاع حق واخیستل شو

[ad_1]

د پاکستان محکمې له پخواني پوځي دیکتاتور واکمن پرویز مشرف نه د ملي خیانت په دوسیه کې د دفاع حق واخیست.

پاکستان کې د قاضي طاهره صفدر په مشرۍ درې کسیز قضايي پلاوي، نن ورځ له پرله پسې نېټو ایښودلو وروسته د مشرف د محاکمې لپاره ټاکلې وه، خو دا چې هغه دا وار بیا محکمې ته نه دی حاضر شوی، نو محکمې ترې د ځان د دفاع حق واخیست.

د مشرف مدافع وکیل، نن محکمې ته د هغه د نه حاضرېدو له کبله عذر هم وړاندې کړی، خو قضايي پلاوي د مشرف د پرله پسې غیرحاضرۍ له کبله اعلان وکړ چې د ملي خیانت په دوسیه کې پرویز مشرف د ځان د دفاع حق نور نه لري.

د مشرف وکیل ډاکټر طارق حسن ویلي، نوموړی د مرګ په بستر پروت دی او پاکستان ته د راستنېدو نه دی، وزن یې په کمېدو دی او له ویلچر یا امسا پرته ګرځېدای هم نه شي.

ډاکټر طارق حسن محکمې ته وړاندیز کړی چې د مشرف بیان دې د ویډیو له لارې واخلي، خو قاضیانو یې دا غوښتنه هم رد کړې ده.

3 total views, 3 views today

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *