کور / خبرونه / ISI د مدرسو طالبان رخصت کړی او افغانستان ته یې د جګړې لپاره را لیږلی

ISI د مدرسو طالبان رخصت کړی او افغانستان ته یې د جګړې لپاره را لیږلی

[ad_1]

د کندهار امنیه قوماندان وایی، د هوا له تودېدو سره سم په پاکستان کی د رخصت سویو مدرسو طالبان د وسله والو لیکو ته راغلی او دلته په دغه ولایت کی یې جګړه زیاته کړې ده.
تورنجنرال تادین خان په یوې ځانګړی مرکه کی ویلی، چی وسله وال نژدې هره شپه د دوی پر امنیتی پوستو حملې کوی، خو   امنیتی ځواکونو یې دفاع کړې ده.
دده په وینا، چی د وسله والو د جګړې د تنظیم او رهبرۍ مسولیت د پاکستان د پوځ او استخباراتو مامورین کوی، خو مخامخ جګړه یې افغان وسله والو ته سپارلې.
هغه زیاته کړه، کله – کله په لویو بریدونو کی پاکستانی پوځیان هم د وسله والو په نوم جګړه کوی، چی په وار – وار یې جسدونه د جګړې په ډګر کی پاته سوی.
دده په خبره د پاکستانی استخباراتی کسان تر ډېره دوی ته د جګړې د تنظیم او ماینونو جوړولو په برخه کی مرسته کوی.
د کندهار امنیه قوماندان زیاتوی، چی په دې وروستیو کی د هوا په تودېدو د کندهار په یو شمېر ولسوالیو میوند، خاکرېز، ارغستان او میانشین ولسوالیو کی د امنیتی ځواکونو پر پوستو جګړې زیاتی سوی، چی لامل یې همدا له مدرسو څخه د رخصت سویو طالبانو جنګول دی.

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *