Home / خبرونه / افغانستان / له افغان کډوالو باید د سیاسي فشار په توګه استفاده ونه‌شي

له افغان کډوالو باید د سیاسي فشار په توګه استفاده ونه‌شي

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دوهم مرستیال سرور دانش وايي، د افغان کډوالو کوربانه باید پر افغان حکومت له کډوالو څخه د سیاسي فشار په توګه استفاده ونه‌کړي او بشري حقونه باید تر پښو لاندې نه‌شي.

ښاغلي دانش دغه څرګندونې نن دوشنبه «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۸» په اسلام‌اباد کې د پاکستان په کوربه‌توب د افغان کډوالو د څلور لسیزې کډوالۍ د پوره کېدو په مناسبت یو نړیوال کنفرانس ته وکړې.

ښاغلي دانش وویل: “افغان کډوال باید د سیاسي فشار په توګه ونه‌کارول شي چې د دوی بشري حقونه تر پښو لاندې شي، بېرته راستنېدنه باید د دوی په خوښه وي نه په زور او په ګروپي ډول او دوهم دا چې دوی باید د یو مهال‌وېش په اساس بېرته راستانه شي.”

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دوهم مرستیال سرور دانش په اسلام‌اباد کې د کډوالو په اړه غونډې ته د وینا پر مهال.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دوهم مرستیال سرور دانش په اسلام‌اباد کې د کډوالو په اړه غونډې ته د وینا پر مهال.

ښاغلي دانش دا هم وویل چې افغان کډوال د چا د اوږو بار نه‌وو، خپله‌یې کار کړی او خپلې اړتیاوې یې پوره کړې دي.

د نوموړي په خبره په افغان کډوالو کې ډېر شمېر د پوهې، کسب او کار او پانګې خاوندان دي او دوی ته باید اجازه ورکړل شي چې خپل دا هر څه په قانوني ډول خپل هېواد ته انتقال کړي.

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال خپل هېواد ته د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو په برخه کې د نړیوالې ټولنې له مرستې مننه وکړه، خو ویې‌ویل چې دا په هېڅ ډول کافي نه‌دي او باید نړیواله ټولنه خپله ونډه په ځانګړي ډول راستنو شویو ګډوالو ته د کار موندنې په برخه کې پیاوړی او پراخ کړي.

خو د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم بیا دغه کنفرانس ته په خپله وینا کې وویل چې افغان کډوالو ته‌یې هر ډول حقوق ورکړي دي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د کډوالو په اړه د اسلام‌اباد په یوه غونډه د ګډون پر مهال.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د کډوالو په اړه د اسلام‌اباد په یوه غونډه د ګډون پر مهال.

د نوموړي په خبره تر دې دمه نږدې ۱،۴ څلور میلیونه افغان کډوال راجستر شوي دي.

عمران خان د سرور دانش خبرو ته په اشارې سره دا هم وویل چې پاکستان کې ټول افغان کډوال به په جبري ډول نه، بلکې د مهال‌وېش له مخې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

په اسلام‌اباد کې په دغه دوه ورځني نړیوال کنفرانس کې چې سبا به هم دوام ولري د ملګرو ملتونو د استازولۍ سربېره د ۲۰ هېوادونو استازو هم ګډون کړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش دغه کنفرانس ته به خپله وینا کې وویل، ملګرو ملتونو ډېر کوښښ کړی چې افغانان د پاکستان ټولنه کې مدغم کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش په اسلام‌اباد کې د کډوالو په اړه غونډې ته د وینا پر مهال.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش په اسلام‌اباد کې د کډوالو په اړه غونډې ته د وینا پر مهال.

نوموړي دغه‌شان زیاته کړه چې پاکستان د ملګرو ملتونو له لوري له شویو مرستو څخه زیات د افغان کډوالو لاس‌نیوی کړی.

ښاغلی ګوترش زیاتوي: “۴۰ کاله کېږي چې د افغانستان خلک له ستونزو سره مخ دي، خو له ۴۰ کلونو راهیسې د پاکستان خلکو خپلې دروازې د افغانانو لپاره پرانیستي. دا د کډوالۍ په تاریخ کې تر ټولو اوږده نېټه ده.”

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت وايي، په ۷۰ هېوادونو کې نږدې ۶،۵ میلیونه کډوال اوسېږي چې ۴،۹ یې په پاکستان او ایران کې دي.

افغان کډوال حکم خان د پېښور په کبابیانو کمپ کې د افغانستان د وضعیت کیسه کوي.

افغان کډوال حکم خان د پېښور په کبابیانو کمپ کې د افغانستان د وضعیت کیسه کوي.

د دغه وزارت ویاند عبدالباسط انصاري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل یاد وزارت داسې یو پنځه کلن پلان جوړ کړی چې پر بنسټ به‌یې د سولې تر ټینګښت وروسته هر کال یو میلیون او د پنځو کلونو په ترڅ کې پنځه میلیونه افغان کډوال په داوطلب ډول خپل هېواد ته راستانه شي.

۴۰ کاله وړاندې د سیمې هېوادونو ته د افغانانو کډوالي هغه مهال پیل شوه چې په ۱۹۷۸ میلادي کال کې د سردار محمد داوود خان د نظام په وړاندې د نور محمد ترکي په مشرۍ د خلق ډیموکراتیک نظام له‌خوا کودتا وشوه.


Source link

خپرندوي ازادۍ راډيو

Leave a Reply