کور / خبرونه / زابل کې د طالبانو درانه تلفات، ۵۳ مړه، ۱۷ ټپیان

زابل کې د طالبانو درانه تلفات، ۵۳ مړه، ۱۷ ټپیان

[ad_1]

تېره شپه افغان ځواکونو سره په جګړه کې د زابل دای چوپان ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومولی ولسوال له خپلو ۵۳ ملګرو سره وژل شوی.

د زابل والي رحمت الله یارمل وايي، زابل لپاره د طالبانو مرستیال والي غوښتل د میزانې او دایچوپان لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوالانو سره یو ځای دایچوپان ولسوالي سقوط کړي، خو د دغو دریو طالب مشرانو په ګډون ۵۳ وسله وال د افغان ځواکونو په دفاعي جګړه کې وژل شوي او ۱۷ نور وسله وال ټپیان دي.

د زابل والي زیاته کړه، جګړه کې شپږ امنیتي سرتېري هم وژل شوي خو ولسوالي له سقوطه ژغورل شوې ده.

بلخوا طالبان بیا ادعا کوي چې د دایچوپان ولسوالۍ مرکز یې نیولی دی.

12 total views, 12 views today

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *