کور / خبرونه / طالبانو په زابل کې د ملي اردو چورلکه لومړی ویشتلې بیا یې سوځولې – KHABARIAL.COM

طالبانو په زابل کې د ملي اردو چورلکه لومړی ویشتلې بیا یې سوځولې – KHABARIAL.COM

[ad_1]

خبریال وېبپاڼه / ۱۱ جون ۲۰۱۹ – طالبانو د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه چورلکه لومړی ویشتلې او بیا یې سوځولې ده.

لومړی چارواکو خبر ورکړی و چې د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې د ملي اردو یوې چورلکې د تخنیکي ستونزې له امله بېړنۍ ناسته کړې ده.

بلخوا طالبانو ادعا کړې چې چورلکه دوی وېشتې او را نسکوره کړې یې ده. طالبانو په دغه پېښه کې د الوتکې عملې ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه ویلي دي چې سپاره ټول سرتیري پکې وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو د حکومت د ادعا وروسته پر ټولنیزو رسنیو د چورلکې یوه تازه ویډیو خپره کړه او د حکومت هغه ادعا یې رد کړه چې ګواکې یادې چورلکې د تخنیکي ستونزې له کبله بېړنۍ ناسته کړې ده.

په یوې ویډیو کې ښکاري چې دا چورلکه د وسله والو طالبانو لخوا لومړی ویشتل شوې او بیا سوځول شوې ده یو وسله وال طالب وایې چې په دې الوتکه کې د ملي اردو سپاره ټول سرتېرې لومړی وژل شوي او بیا له الوتکې سره ګډ سوځول شوي دي.

وسله وال طالبان وخت ناوخت د هېواد په جګړه ځپلو ولایتونو کې د ملي اردو او بهرنیانو چورلکې د جګړې پر مهال په نښه کوي او له منځه یې وړي.

بلخوا د یو بل خبر له مخې افغان ځواکونو د زابل لپاره د طالبانو مرستیال والي او د دې ولایت د ميزانې او دای چوپان لپاره د طالبانو د ولسوالانو په ګډون ۵۳ نور وسله وال تېره شپه هغه مهال وژلي دي چې غوښتل یې دای چوپان ولسوالي سقوط کړي.

خو طالبان وايي چې دايي چوپان ولسوالي سقوط کړی او دوی نيولې ده



[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *