Home / خبرونه / افغانستان / د افغان سولې د ټینګښت هڅې له نږدې تعقیبوم – Hindukosh

د افغان سولې د ټینګښت هڅې له نږدې تعقیبوم – Hindukosh

هندوکش ــ پاکستان: د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش وایي هیله‌من دی چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت لپاره خبرې رغنده پایلې ورکړي.
سرمنشي ګوتریش وویل چې د افغان سولې د ټينګښت هڅې له نږدې تعقیبوي او د تاوتریخوالي کمښت د سیاسي جوړجاړي او دایمي اوربند لپاره حیاتي دی.
ښاغلی ګوتریش چې د کډوالو په برخه کې یوه نړیوال کنفرانس لپاره پاکستان ته تللی پرون‌یې «۲۰۲۰ کال د فبرورۍ ۱۶» د افغانستان د سولې په مسئله هم خبرې وکړې او زیاته‌یې کړه: “زه دغه هېواد (افغانستان) ته د سولې د راتلو په هدف مهمې هڅې له نږدې تعقیبوم. کړکېچ ته د هر اړخیز حل ترلاسه کول د ژوند ژغورلو او دوامداره پرمختګ لپاره اړین دی. دا زما هیله ده چې د تاوتریخوالي د کمښت پر سر بحثونه رغنده پایلې ولري په تېره بیا هغه تاوتریخوالی چې په‌کې د ملکیانو ژوند ته خطر پېښېږي. د تاوتریخوالي کمښت د سولې د داسې یوې پروسې د باور جوړونې او د ملاتړ لپاره حیاتي دی چې په مټ به‌یې سیاسي جوړجاړی او دایمي اوربند رامنځته کېږي.”
د کډوالو په چارو کې د پاکستان په کوربه‌توب د نړیوال کنفرانس له پیل یوه ورځ مخکې یکشنبه انتونیو ګوتریش په اسلام‌اباد کې یوه مطبوعاتي کنفرانس ته ډاډ څرګند کړ چې د ملګرو ملتونو سازمان د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې کلک ملاتړ کوي.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram


Source link

خپرندوي هندوکش نيوز

Leave a Reply