Home / خبرونه / سيمه او نړۍ / په چين کې د کورونا ويروس د قربانيانو شمېر ۱۳۸۱ تنو ته ورسېد

په چين کې د کورونا ويروس د قربانيانو شمېر ۱۳۸۱ تنو ته ورسېد

په چين كې ۱۱۶ نورو كسانو د كورونا ويروس له كبله خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
په دې سره په ياد هېواد كې د دغه ويروس د قربانيانو شمېر ۱۳۸۱ تنو ته ورسېد.
د راپورونو له مخې، په چين كې په كورونا ويروس د اخته كسانو شمېر ۶۳۹۳۲ ته لوړ شوى دى.
د دې هېواد د هوبي ولايت روغتيايي كمېټې اعلان كړى، چې په چين كې ۱۷۱۶ روغتيايي كاركوونكي په ياد ويروس اخته شوي، چې له ډلې يې شپږو تنو ساه وركړې ده.
هلته د كورونا ويروس د قربانيانو او پرې د اخته كسانو شمېر ورځ تر بلې د زياتېدو په حال كې دى.
پر چين سربېره د نړۍ په شاوخوا ۲۵ نورو هېوادونو كې هم سلګونه كسان په ياد ويروس ككړ دي.

 


Source link

خپرندوي کليد راډيو

Leave a Reply