Home / خبرونه / سيمه او نړۍ / اردغان وايي د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د پاکستان همکارۍ ته دوام ورکوي

اردغان وايي د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د پاکستان همکارۍ ته دوام ورکوي


اسلام اباد – د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي هېواد یې له پاکستان سره ستراتیژیک او سوداګریز تعلقات پراخول غواړي.

نوموړي د فبرورۍ پر ۱۴مه، په اسلام اباد کې د پارلېمان ګډې غونډې ته په وینا کې وویل، حکومت به یې د ترهګرۍ ضد جګړه کې له پاکستان سره همکارۍ ته دوام ورکوي.

ده د ۲۰۱۹ز کال په اګست کې د هند تر واک لاندې د کشمیر اییني او قانوني حیثیت بدلېدو موضوع هم یاده کړه او ویې ویل چې په دې اړه له پاکستان سره ولاړ دی.

اردغان د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې (اېف اې ټي اېف ) د څار له خړ لېسټه د پاکستان نوم د ایستلو په برخه کې د خپلې مرستې ډاډ ورکړ.

نوموړي د سرمایه کارۍ په برخه کې د پاکستان د حکومت لخوا د اخیستل شویو ګامونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې “اقتصادي ښه والی په یوه ورځ کې شونی نه دی” بلکې دوامداره هڅو ته اړتیا لري.

اردغان وویل، له یوه لوی پلاوي سره پاکستان ته ورغلی چې ورسره سوداګریز اړیکي پراخه کړي او د پانګوونې او د بېخبنا یا انفراسټرکچر په برخه کې به هم بحثونو ته دوام ورکړي.

ترک ولسمشر زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو اړوند چارواکي به د ستراتیژیکو اړیکو پراخولو شپږمه غونډه هم کوي.

اردغان د فبرورۍ پر ۱۳مه په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته ورسېد.

نوموړي د زیارت پر ماښام په اسلام اباد کې له خپل پاکستاني سیال عارف علوي او د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره ولیدل.


Source link

خپرندوي مشال راډيو

Leave a Reply