Home / خبرونه / سيمه او نړۍ / طیب اروان:کشمیر دترکي دپاره هغسې دی لکه پاکستان دپاره چې دی

طیب اروان:کشمیر دترکي دپاره هغسې دی لکه پاکستان دپاره چې دی


دترکي صدر ښاغلي طیب اردوان وایي دکشمیر ستونزه په جبري تګلارو نه بلکې دانصاف دلارې هواریدی شي اؤ د هند د یو اړخیزه ګامونو له امله د کشمیریانو تکلیفات سیوا شوي دي.

پاکستان ته دخپل سفر په جریان کې دجمعې په ورځ دترکي صدر دپاکستان دپارلیمان ګډې غونډې ته پخپله وینا کې ویلي دي “کشمیر دترکي دپاره هغسې دي څنګه چې دپاکستان دپاره دی”

هغه وویل “پاکستان اؤ ترکي تر ټولو زیات ترهګرۍ اغیزمن کړي هیوادونه دي اؤ دترهګرۍ دمخنیوي په معاملو کې به مونږ راتلونکي کې هم د پاکستان سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوؤ”

دکشمیر په اړوند د ترکي دصدر په تازه څرګندونو لا په سمدستي توګه هند خپل غبرګون نه دی ښکاره کړی خو تر دې دمخه دهند وزیراعظم نریندرا مودي دتیرې میاشتې په وروستیو کې پخپله یوه وینا کې ویلي وؤ چې پاکستان په لسیزو په کشمیر کې د هند په ضد پراکسي جګړه کړې او زرګونه خلک او پوځیان یې وژلي دي، خو وایي د ده د حکومت په وخت تر پولې هغې غاړې ته د پاکستان د داسې عمل مخه نیول شوې ده:

دترکي صدر پارلیمان ته دخپلې وینا په مهال دا ډاډ هم ورکړو چې ترکي به د سیاسي فشارونو باوجود په فنانشل ایکشن ټاسک فورس کې دپاکستان ملاتړ وکړي.

په نړیواله کچه دناقانونه پېسو په لیږد څار لرونکې ادارې فنانشل ایکش ټاسک فورس دترهګرو د مالي سرچینو د وچولو اؤ ناقانونه پیسو دلیږد مخنیوي کې په ناکامه راتللو کال ۲۰۱۸م کې دپاکستان نوم په خړ نوملړ کې وراچولی دی اؤ ددغه نوملړ نه د وتلو دپاره یې ورته ځینې دترهګرو اؤ تندروه ډلو په ضد دګامونو اخستلو ځینې شرطونه ایښي‌ دي.

د روانې فرورۍ میاشتې پورې که دپاکستان نوم د ایف ای ټي ایف د خړ نوملړ نه ونه اوځي نو بیا به پاکستان تور نوملړ ته لوئیږي چې دهغې وروسته پرې نړیوال بندیزونه هم لګیدلی شي

دترکي صدر وویل دپاکستان اؤ ترکي غم اؤ درد خپلو کې شریک دي اؤ د دواړو هیوادونو دوستي په ګټو نه بلکې په مینه اؤ محبت ولاړه ده.

دپاکستان پارلیمان ته دا د ترکي دصدر څلورمه وینا وه چې ډیرې خبرې یې پکې دترکي اؤ پاکستان دنزدیکت په اړوند دتاریخي واقعاتو په هکله کړي دي.

ښاغلی طیب اردوان تیره ورځ دپاکستان په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته رسیدلی اؤ پاکستاني مطبوعات وایي چې دهغه ددې سفر موخه د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي اړېکې نورې پراخول دي.

ټاکل شوې ده چې دترکي صدر به اسلام اباد کې دخپلې ایسارتیا په مهال پاکستاني چارواکو سره په ځېنو مهمو تړونونو اؤ د جوړجاړي په یاداښتونو لاسلیکونه هم کوي اؤ د وزیراعظم عمران خان سره یې یو ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا احتمال هم ښودل شوی دی.


Source link

خپرندوي ډيوه راډيو

Leave a Reply