Home / خبرونه / افغانستان / بلخ کې د یوه مهم قومندان په ګډون ۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي – Enikass Radio

بلخ کې د یوه مهم قومندان په ګډون ۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي – Enikass Radio





د ملي اردو چارواکي وایي د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د یو مهم قومندان په ګډون د یادې ډلې ۹ غړي په هوایي عملیاتو کې وژل شوي دي . د ۲۰۹ شاهین قل اردو ویاند محمد حنیف رضایي پرون رسنیو ته وویل د چمتال ولسوالۍ په جر قلعه سیمه کې تیر ما‌ذیګر هوایي عملیات شوي چې پایله کې یې د وسله والو طالبانو د پوځي کمېسیون مهم غړی مولوي سردارمحمد له ۸ نورو ملګرو سره یوځای وژل شوی دی. وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.



Source link

خپرندوي انعکاس راډيو

Leave a Reply