جمعه , دسمبر 4 2020

پکتیکا کې ماين چاودنې څلور ماشومان وژلي

د پکتیکا امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت مرکز ښرنه کې ماين چاودنې څلور ماشومان وژلي دي.

د پکتیکا د پوليسو وياند شاه‌محمد ارين وايي، دغه پېښه نن له غرمې مخکې د ښرنې ښار اړوند کوټوال سيمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړی وايي، دغه ماين د وسله‌والو طالبانو له لوري د دې ماشومانو د کور په دروازه کې ځای پر ځای شوی و.

هغه زياتوي کله چې ماشومانو غوښتل له کوره بهر شي، ماين پرې چاودنه کړې او څلور واړه يې وژلي دي.

د ارين په خبره، طالبانو تر دې وړاندې د دې ماشومانو پلار ته خبرداری ورکړی وو چې د کوټوال له سيمې دې ووځي.

خو طالبانو بيا تر دې مهاله په دې تړاو کومه تبصره نه ده کړې.


Source link

خپرندوي خامه پرس

Leave a Reply