Home / خبرونه / افغانستان / طالبانو پر خپلو جنګياليو د ملکي وګړو ژوند خونديتوب ته د پاملرنې امر کړی

طالبانو پر خپلو جنګياليو د ملکي وګړو ژوند خونديتوب ته د پاملرنې امر کړی

افغان اسيا ته يو داسې ليک په لاس ورغلی، چې په کې د وسله والو طالبانو رهبرۍ خپلو جنګياليو ته  د جګړې پر مهال د ملکي وګړو ژوند خونديتوب ته د پاملرنې امر کړی دی.

په دې ليک کې راغلي په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ملکي وګړو تلفات زيات شوي، چې تر ډېره د دغه تلفاتو پړه په طالبانو اچول شوې ده.

دوی وايي چې د ملکي وګړو ژوند خونديتوب ته ژمن دي او پر خپلو جنګياليو يې غږ کړ، چې په خپلو عملياتو کې د ملکي وګړو ژوند، عامه تاسيساتو او د خلکو کورونو خونديتوب ته ځانګړې پآملرنه وکړي.

په دې حکم کې راغلي، چې طالبان بايد نور د جګړې پر مهال د مساجدو، عامه تاسيساتو او د خلکو کورونو څخه بهر جګړه وکړي، ترڅو په راتلونکې کې د ملکي تلفاتو مخنيوی وشي او هم د ولس غبرګون سره مخ نشي.

که څه هم دا ډول ليکونه تر دې وړاندې هم خپاره شوي؛ خو وروسته طالبانو رد کړي دي او دا ډول ليکونه يې د ځان په اړه د حکومت ناوړه تبليغات ياد کړي دي؛ خو طالبان هم په بحثونو او اعلاميو کې د ملکي وګړو ژوند خونديتوب ته ځان ژمن ښيي.

په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په بريدونو، هوايي بمبارونو او نورو پېښو کې د نورو ترڅنګ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، چې پړه يې دولت پر طالبانو او طالبان پر دولت اچوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو او امريکا هم د تاوتريخوالي په راکمولو کې هوکړه کړې.

خپرندوي admin

Leave a Reply