دوشنبه , اکتوبر 26 2020

ګمرکاتو کې دې ګومارنې د ازاد رقابت له لارې ترسره شي

ولسمشر غني تېره ورځ د ولسي جرګې له ځينو غړو سره په لیدنه کې ویلي، په عایداتي ادارو او ګمرکاتو کې دې ګومارنې د ازاد رقابت پر اساس ترسره شي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشرغني تېره ورځ د ولسي جرګې د مالي اقتصاد او مالي بودجې کمېسینونو له رئیسانو او غړو سره وکتل.

خبرپاڼه لیکي، ولسمشرغني په دې لیدنه کې ویلي، د ګمرکونو په برخه کې اساسي اقدامات ترلاس لاندې لري او په خبره یې په ګمرکونو او عایداتي ادارو کې باید ګومارنې د ازد رقابت له لارې ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ځینې خبرونه خپاره شول چې د ولسي جرګې ۴۷ غړو د کمرکاتو ۵۰ سلنه ګومارنې په زور ترسره کړې دي.


Source link

READ  د طالبانو او حکومت ۶۰۰۰ بندیان خوشې کېږي

خپرندوي خامه پرس

Leave a Reply