دوشنبه , اکتوبر 26 2020

عبدالله په درې‌ورځني سفر پاکستان ته لاړ

د ملي پخلاينې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نن سهار د پاکستان د لومړي وزير عمران خان په رسمي بلنه اسلام‌اباد ته روان شو. له نوموړي سره په دغه سفر کې يو شمېر نور افغان چارواکي هم ملګري دي.

د ملي پخلاینې عالي شورا له رسنیز دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغې شورا مشر عبدالله عبدالله د پاکستان د لومړي وزیر په رسمي بلنه د یو لوړ پوړي پلاوي په مشري پاکستان ته سفر وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، عبدالله عبدالله به ددې سفر پر مهال په افغانستان کې د دایمي سولې د راتګ په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

خبرپاڼه لیکي، عبدالله عبدالله به په دې سفر کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، د پاکستان ولسمشر عارف علوي د استازو او سنا مجلس له مشرانو د پوځ له مشر جنرال قمر باجوه او نورو پاکستاني چارواکو سره وګوري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم دوه ورځې وړاندې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره ټلیفوني خبرې کړې وې او نوموړي ته یې کابل ته رسمي سفر بلنه ورکړې وه.


Source link

READ  هرات کې ۱۱ تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي – Hindukosh

خپرندوي خامه پرس

Leave a Reply