کور / خبرونه / د تايوان او امريكا چارواكو څلور لسيزې وروسته سره وليدل

د تايوان او امريكا چارواكو څلور لسيزې وروسته سره وليدل

[ad_1]

له ۴۰ كلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د تايوان او امريكا لوړپوړو چارواكو سره ليدلي دي.
د تايوان د بهرنيو چارو وزارت اعلان كړى، چې د دغه هېواد د ملي امنيت سرمنشي ډيويډ لي تېره اونۍ واشنګټن ته د سفر په مهال د امريكا د ملي امنيت له سلاكار جان بولټن سره وكتل.
تمه ده، چې دا ليدنه به د چين له منفي غبرګون سره مخ شي، چې د تايوان خپلواكي يې په رسميت نه ده پېژندلې او هغه د خپلې خاورې يوه برخه بولي.
په ۱۹۷۹يم ميلادي كال كې د امريكا جمهور رئيس جيمي كارټر له تايوان سره د متحدو ايالتونو اړيكې پرې كړې، خو د ۲۰۱۶م ميلادي كال د جمهوري رياست په ټاكنو كې تر بريا وروسته ډونالډ ټرمپ د تايوان له جمهور رئيس سره ټيليفوني خبرې وكړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيكې بېرته ټينګې شوې.

[ad_2]
دغه خبر په اصلي منبع کې وګورئ

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *