Home / خبرونه / افغانستان / د ننګرهار ولایتي شورا:د ملي اردو یوه سرتېري په ننګرهار کې ۷ امریکايي پوځيان وژلي دي

د ننګرهار ولایتي شورا:د ملي اردو یوه سرتېري په ننګرهار کې ۷ امریکايي پوځيان وژلي دي

افغان او امریکایي ځواکونه شېرزادو ولسوالۍ ته د عملیاتو
لپاره تللي وو، چې د عملیاتو په جریان کې یې ترمنځ لفظي شخړه شوې او وروسته د ملي
اردو یوه سرتیري پر امریکایانو ډزې کړې

ملي دفاع وزارت وایي ددې پېښې د څېړنې لپاره سیمې ته د
لوی درستیز په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی تللی دی، د غوڅ ملاتړ ماموریت په دې پېښه کې
د دوو امریکایي سرتېرو وژل کېدل تایید کړي

کابل – په ننګرهار ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ
د ګډو عملیاتو پرمهال خپلمنځي نښته شوې چې له امله یې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله
اوښتې ده.

د ننګرهار ولایتي شورا وایي، وړمه شپه افغان او بهرني
ځواکونه د دې ولایت شېرزادو ولسوالۍ ته د عملیاتو لپاره تللي وو، چې ترمنځ یې لفظي
شخړه شوې او وروسته په وسله واله نښته اوښتې.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی اجمل عمر وايي، په پېښه کې
څلور امریکایي سرتیري ځای پرځای وژل شوي او درې نور چې ټپیان وو وروسته یې ساه
ورکړې ده.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو یوه ویاند دغه پېښه
تایید کړې، خو وایي په پېښه کې دوه امریکایي سرتیري وژل شوي دي.د پېښې د څیړنې لپاره د ملي دفاع وزارت له لوري د لوی
درستیز په مشرۍ یو پلاوی سیمې ته تللی او چارواکي وایي د څیړنو پایلې به له خلکو
سره شریکې شي.

د افغان ځواکونو له لوري پر بهرنیانو ورته پېښې څو ځله
پخوا هم رامنځ ته شوې، خو څرګنده نه ده چې د دې وروستۍ پېښې اصلي لامل څه دی. دا په داسې حال
کې ده، چې د ګډو ځواکونو عملیاتو کې ډېر وخت ملکي مرګ ژوبله هم رامنځ ته کیږي او
ښایي ددې نښتې یو لامل هم ددغو عملیاتو پرسر له بهرنیانو سره د نظر اختلاف وي.




Source link

خپرندوي ويسا

Leave a Reply