کور / خبرونه / حمد الله محب به راتلونکې سې شنبه پاکستان ته سفر وکړي – Enikass Radio

حمد الله محب به راتلونکې سې شنبه پاکستان ته سفر وکړي – Enikass Radio

[ad_1]

د ملي امنیت شورا ویاند طارق ارین په خپل ټویټر لیکلي، چې د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب پر دوه اړخیزو مسایلو د بحث لپاره به راتلونکې سې شنبه پاکستان ته سفر وکړي.

طارق په خپل ټویټرزیاته کړې، چې افغان پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې، له تروريزم سره پر مبارزې او امنیتي مسایلو خبرې وکړي

پاکستانۍ ډیلي ټایمز ورځپاڼې هم د سرچینو په حواله ویلي، چې په یادو امنیتي خبرو کې به د حمد الله محب ترڅنګ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي هم ګډون ولري

دغه ورځپاڼې ویلي، چې افغان امنیتي پلاوی به د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره د تروریزم په وړاندې د مبارزې، امنیتي مسایلو او سولې پروسې په اړه خبرې وکړي

یاد افغان پلاوی پر داسې مهال پر یو لړ مسایلو د خبرو لپاره پاکستان ته سفر کوي، چې ټاکل شوې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په راتلونکې جون میاشت کې د دغه هېواد د صدراعظم په بلنه اسلام اباد ته سفر وکړي.

ډیلي ټایمز د ځینو سرچینو په حواله ویلي، چې افغان امنیتي پلاوی به له پاکستانیو چارواکو سره دغه هېواد ته د ولسمشر غني د سفر په اړه هم خبرې وکړي.

د یادونې وړ ده چې تېر کال د سولې او پيوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان پنځه کاري کمېټې رامنځته شوې، چې سیاسي او ډیپلوماټیکه، د کډوالو چارو، نظامي، امنیتي او اقتصادي کمېټې پکښي شاملې دي چې د دواړو خواو څخه لوړپوړي چارواکي یې مشري کوي.

افغان امنیتي پلاوی پر داسې مهال پاکستان ته سفر کوي چې د کابل او اسلام اباد اړیکې په دې وروستیو کې ترینګلي شوي دي.

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *