کور / خبرونه / ناپېژانده وسله والو د عبدالله عبدالله سلاکار نور محمد عرب وژلی – Enikass Radio

ناپېژانده وسله والو د عبدالله عبدالله سلاکار نور محمد عرب وژلی – Enikass Radio

[ad_1]

د راپورونو له مخې ناپېژانده وسله والو د کندوز ښار په کوچه باغ سیمه کې د اجرایه رییس عبدالله عبدالله سلاکار نور محمد عرب وژلی دی.

ویل کېږي چې وسله والو له یوه موټر په استفادې د اجرایه رییس پر سلاکار برید کړی دی او هغه یې وژلی دی او یو بل تن یې ټپي کړی دی.

امنیتی مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو ویل کېږي چې په دې اړه پلټنې روانې دي. نور محمد عرب د ډاکټر عبدالله عبدالله د سلاکارۍ تر څنګ په کندوز کې د عرب قوم د انسجام د شورا مشر هم و.

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *