کور / خبرونه / د پاكستان په يوه ښار كې سلګونه كسان په اېډز ناروغۍ اخته شوي

د پاكستان په يوه ښار كې سلګونه كسان په اېډز ناروغۍ اخته شوي

[ad_1]

د پاكستان په جنوبي ښار رتوديرو كې سلګونه كسان په اېډز ناروغۍ اخته شوي دي.
چارواکي وايي، اېچ آى وي ويروس هغه وخت په رتوديرو ښار کې خپور شو، چې د مظفر غانغارو په نوم له يوه سيمه ييز ډاکټر څخه يې، چې په اېډز اخته دى او روانه ميلادي مياشت نيول شوى، د تېرې اپرېل مياشتې په لومړيو کې نورو کسانو ته سرايت وکړ.
پوليس په دې اړه څېړنې كوي، چې آيا ډاكټر غانغارو خو به قصداً دغه ناروغي نورو كسانو ته نه وي خپره كړې؟
د پاکستان د روغتيا وزير ظفر ميرزا پرون په اسلام‌اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل، له تېرې جمعې ورځې راهيسې په رتوديرو ښار کې په ۶۸۱ کسانو کې، چې ۵۳۷ تنه يې ماشومان دي، د اېچ آى وي ويروس مثبتې پېښې ليدل شوې دي.
د هغه په خبره، هلته له ۲۰ زرو زيات كسان معاينه شوي او ښايي په اېډز د اخته كسانو شمېر تر دې زيات شي.
ميرزا په اېډز د دومره زياتو كسانو د ككړېدو يو علت د ډاكټر غانغارو لخوا د ناپاكو پيچكاريو كارونه وبلله.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال په پاكستان كې د اېډز ناروغانو شمېر شاوخوا ۲۳ زره تنه دى.

 

[ad_2]
دغه خبر په اصلي منبع کې وګورئ

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *