Home / خبرونه / افغانستان / بنګله دېش د ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام وګاټه – ‌ويسا ورځپاڼه|روزنامهء ویسا

بنګله دېش د ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام وګاټه – ‌ويسا ورځپاڼه|روزنامهء ویسا

کابل – بنګله دېش د خپل کرکټ په تاریخ کې په لومړي ځل
پرون د کرکټ د ۱۹ کلنو نړیوال جام وګاټه.

هند د ۱۹ کلنو لوبډلې لومړی بېټنګ وکړ او د ټولو لوبغاړو په
سوځېدو یې بنګله دېش ته د ۱۷۷ منډو هدف ورکړ. د هند ټوله لوبډله په ۴۸
اورونو کې وسوځېدله. وروسته باران وشو او لوبه ۴۶
اورونو ته کمه شوه او هدف هم ۱۷۰ وټاکل شو.

د بنګله دېش دا هدف د اوو لوبغاړو په سوځېدو په ۴۳
اورونو کې پوره او په لومړي ځل یې نړیوال جام وګاټه.

دا دیارلسم ځل دی چې د کرکټ د ۱۹
کلنو نړیوالې سیالۍ کیږي. هند تر نورو زیات څلور وارې، استرالیا درې او پاکستان
دوه وارې د کرکټ ۱۹ کلنو ځوانانو اتلولۍ ګټلې دي. افغانستان د ۲۰۲۰ کال
په نړیوال جام کې اووم مقام وګاټه.



دا وګورئ




ولسمشر غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي، اجراییه رییس ډاکتر عبدالله او ګڼو نورو سیاستوالو د …




Source link

خپرندوي ويسا

Leave a Reply