دوشنبه , اکتوبر 26 2020

افغانستان به هيڅ کله یو متحد هېواد نشي

د امریکا په
ټاکنو کې د امریکا د دموکرات ګوند نوماند جوبايډن وايي، هيڅ شونی ندی چې افغانستان
یو متحد هېواد شي.

جوبایډن چې تیره
شپه ( شنبه جنوري ۸ ) د دموکراتانو ټاکنیزې مناظرې کې خبرې کولې، وویل چې دی له پیل
څخه په افغانستان کې د ملت جوړونې له مفکورې سره مخالف و.

نوموړي  د خبرو پر مهال وویل چې دا شونی ندی چې افغانستان یو موټی هېواد شي، ځکه خو دی له  دې مفکورې سره مخالف ومچې د افغانستان د یو موټی کېدو په پار دې کار وشي.

جوبایډن چې د
امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستیال و، وايي چې افغاستان ته د خپلو سفرونو
په پایله کې دې نتیجې ته رسېدلی چې  د
افغانستان یو موټی کول ناشونی کار دی.

د جوبايډن د
دغو څرګندون پر وړاندې د ولسمشر غني مشاور وحید عمر لیکلي چې له ټولو مرستو څخه مو
مننه، خوږ له پېړیو راهیسي موږ یو ملت یو، موږ له پخوا یو موټی هېواد یو.

ښاغلي عمر پر
خپل ټوېټر همدازرا لیکلي چې موږ اړتیا نلره چې تاسو موږ ته ملت جوړ کړی، ځکه مو له
ډېر پخوا څخه یو ملت یو.


Source link

READ  طالبانودنړۍ په کچه ترټولو ډېرترهګریزبریدونه کړي دي -

خپرندوي خامه پرس

Leave a Reply